Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: د پاکستان پوځ د تګلارو له امله د خیبرپښتونخوا عام خلک قرباني ورکوي

منظور پښتین: پښتانه باید نور د پاکستاني پوځ پر وړاندې غلي پاتې نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/18

د پاکستان پوځي رژیم له لوري په خیبرپښتونخوا کې د پښتنو د ‌وژنې، ښوونځیو او جوماتونو د ړنګولو په لړ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر یو ځل بیا پر دې رژیم سختې نیوکې کړې دي.

منظوراحمد پښتین وایي، د پاکستان پوځ د پښتنو وینو پر تویولو روږدی شوی او یوه شېبه هم ترې نه غلی کېږي. پښتین نیوکه کړې چې د پاکستان پوځي رژیم هره ورځ د ډالرو لپاره د بې ‌ګناه خلکو وینې تویوي.

هغه دا غبرګون د پاکستان پوځي رژیم له خوا د يک‌شنبې په ورځ ناوخته د اورکرزیو په ډبوري سیمه کې د يوه عام کس له وژلو وروسته ښودلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي: « پاکستان د پښتنو وینې تویول اوس د داسې نشې په شان عادت جوړ شوی چې یو ساعت هم ترې نه غلی کېږي. هره ورځ د پښتنو په وینو خپله ډالريزه نشه پوره کوي. نن یو ځل بیا په جلندري ترانې مستو پوځونو د پښتنو په اورکزيو ډبوري سیمې مارټر ګولۍ ویشتلې دي چې په پایله کې یې یو بې ‌ګناه اورکزی پښتون شهید شوی او بل زخمي دی.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدارنګه پر هغو سیاستوالو او رسنیو هم سختې نیوکې کړې چې د بې‌ ګناه ولسي خلکو پر وژنو غلي، خو د پاکستان ملي سرود ته د یو څو کسانو پر نه ودرېدو یې توند غبرګونونه ښودلي وو.

د منظور پښتین په خبره، هغوی ته د پښتنو۸۰ زره بې‌ګناه ولسي خلکو وژل او نور جبر و ظلم عادي، خو د جلندري سرود ته په ناستې غوسه او د خفګان بیانونه ورکول.

منظور احمد پښتین زیاته کړې: « د جلندري سرود یوازې په ناستې اورېدو باندې چېرسنيو او سیاست ‌مدارانو څومره غوسه ښکاره کړه، ایا دوی دا جرئت هم لري چې د یو پښتون په داسې بې ‌رحمانه وژلو هم هغه ډول غصه، خفګان، بیانونه ورکړي؟ د دوی لپاره د اتیا زره تش‌لاس بې‌ګناه پښتنو وژنه په سخت ظلم، جبر، بې ‌رحمۍ او بې ‌وسۍ کې هېڅ اهمیت نه لري، خو د یو پنجابي شاعر د ترانې درې بیتونه ورته تر دې ډېر زیات مهم دي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدارنګه د نړۍ په لر و بر کې پر پښتنو غږ کړی چې د پاکستان پوځي رژیم د ظلم و زیاتي پر وړاندې غلي  پاتې نه ‌شي او د خپل مظلوم ولس ترڅنګ ودرېږي.

د چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان پوځي رژیم له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د پښتنو ولسي خلک د ترهګرۍ په نامه وژني او خپلې ډالریزې پروژې پرې پلې کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « له بده مرغه په پاکستان کې له تېرو پنځو شپږو لسیزو راهیسې د پښتنو ژوند تریخ دی او د بلوڅانو غوندې پر دوی هم بې درېغه ظلمونه کېږي. د دوی مشران ترور کېږي او ځینې یې حتا په زندانونو کې زړېږي او اجازه نه ورکول کېږي چې د خپلو خلکو د بشري او انساني حقونو د ملاتړ لپاره غږ پورته کړي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر تېره ورځ هم د پاکستان پر پوځي رژیم نیوکه کړې وه چې هره ورځ په خیبرپښتونخوا کې د دوی په لاس ولسي خلک قرباني کېږي. منظور پښتین ویلي و چې د پاکستان پوځي رژيم په خیبر پښتونخوا کې د ولسي بې‌ګناه خلکو ترڅنګ جوماتونه او ښوونځي هم په نښه کوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان پوځي رژیم په خیبرپښتونخوا کې د ولسي خلکو پر کورونو، جوماتونو او ښوونځیو د ترهګرۍ په نامه پوځي عملیات پیل کړي چې هره ورځ په کې ولسي خلک قربانۍ کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist