د افغانستان لپاره د تاجیکستان ځانګړي استازي په مشرۍ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتو ادارې لوړ پوړي پلاوي د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي.
په دې لیدنه کې پر ډېپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو سربېره په ګڼو برخو کې د اړیکو پر ودې خبرې شوې او د متقابلو اړیکو پر بنسټ د ګاونډیتوب د ښو اړیکو پر دوام هم ټینګار شوی.
متقي د افغانستان او تاجیکستان اړیکې دا مهال په ښه حالت کې یادې کړې او هیله یې ښودلې چې په راتلونکي کې به لا وده وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « د تاجیکستان جمهوریت د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ لوړ پوړي پلاوي چې د تاجیکستان ځانګړي استازي په مشرۍ کابل ته راغلی، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه په تېره بیا د ډیپلوماتیکو اړیکو او اقتصادي همکاریو په برخو کې خبرې وکړې.»
بل پلو، تاجیکستاني پلاوي هم له افغانستان سره د اړیکو د ودې ډاډ ورکړی او زیاته کړې يې ده چې دواړه هېوادونه کولی شي په ګڼو برخو کې همکارۍ لا پراخې کړي.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د کابل او دوشنبې اړيکې په فاصله کې پاتې شوې وې او د حکومت پر ډاډ سربېره، تاجیکستان ظاهرا لامل د سخت دریځو او افراطي ډول د حضور اندېښنه ياده کړې وه.
د سیاسي چارو شنونکی معینګل څمکنی وايي: « تاجیکستان په دې پوهېږي چې دوی یو آسیب پذیر هېواد دی؛ دا چې اوس دوی راغلي او له موږ سره اړیکې جوړوي او دغه راز د اسلامي امارت مخالفین له خپلې خاورې شړي، موږ یې باید هرکلی وکړو او لاس ورکړو. موږ دواړه ګاونډي هېوادونه یو او باید له یوبل سره نېکې اړیکې ولرو، ترڅو سوله او ثبات تأمین شي.»
د افغانستان او تاجیکستاني چارواکو ترمنځ لومړۍ رسمي مخامخ لیدنه د روانې لړم میاشتې په لومړۍ نېټه، دوشنبې ښار ته د بلخ والي یوسف وفا له سفر وروسته وشوه چې ترې وروسته یاد تاجیکستانی پلاوی هم کابل ته راغی.
د چارو شنونکي وايي، په تېرو څه باندې ۴ کلونو کې د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو په پرتله له افغانستان سره د تاجیکستان اړیکې په نارمل حالت کې نه وې، خو د یاد پلاوي راتک ښايي د دغو اړیکو د ښه والي پیلامه وي.
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « افغانستان ته د لوړ پوړي تاجیکستاني پلاوي سفر او له افغانستان سره د ښو اړیکو جوړولو تکل، ښه اقدام او ښه زېری دی.»
دا په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته د تاجیکستان د لوړ پوړي پلاوي لومړی سفر دی چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځل رسېدو وروسته ترسره کېږي.
له دې وړاندې د دوشنبې او کابل ترمنځ اړیکې د اوسني حکومت مخالفو سیاسي څېرو ته د ځای ورکولو او نورو مسایلو له کبله عادي نه وې او تاجیکستان لوموړی هېواد و چې په واضح ډول یې له اسلامي امارت سره د مستقیمو اړیکو د نه لرلو خبره کړې وه.