د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو او لانجې حلولو په موخه د ترکیې او قطر له منځګړیتوب وروسته، دا ځل ایران دې کشالې ته د حل لارې موندلو تکل کړی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر د يک شنبې په ورځ د ٬٬نړیوال حقوق تر تېري لاندې، یرغل او دفاع،، تر نامه لاندې نړیوال کنفرانس په څنډه کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو ستونزو او اختلافاتو د حل په موخه په سیمهییزه کچه د يوې ناستې رابللو خبر ورکړی.
سیدعباس عراقچي که څه هم د دې ناستې د کره نېټې او نورو جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاته کړې يې ده چې تهران د دواړو خواوو ترمنځ د موجوده لانجې د حل پلوی دی او دې موخې ته د رسېدو هڅه کوي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي: « موږ په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په هوارولو بوخت یو. ما ټیلفوني اړیکې نیولې دي او امېد لرم چې یوې پایلې ته به ورسېږي. د دې لپاره به که خدای کول یوه سیمه ییزه ناسته جوړه شي، موږ د دې کار په لټه کې یو.»
د افغانستان حکومت که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغو څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو په بیا بیا یې مذاکرات او ډیالوګ د ستونزو د حل غوره لار بللې ده.
بله خوا، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د موجوده لانجې د هواري په موخه د تهران له خوا د منځګړیتوب له وړاندیز هرکلې کړی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهرحسین اندرابي ویلي: « ایران ورور او ملګری هېواد دی. ایران د ملګرو ملتونو د یوه مسوول هېواد په توګه د منځګړیتوب وړاندیز کړی. پاکستان تل د ډیالوګ او ډېپلوماسۍ له لارې مسایلو ته د سوله ییزو حل لارو موندلو غوښتونکی دی او موږ په دې برخه کې د ورور هېواد ایران د منځګړیتوب له وړاندیز پوره هرکلی کوو. ایران د افغانستان او پاکستان نږدې او مهم ګاونډی دی. موږ باور لرو چې ایران د منځګړیتوب په مسله کې مهم رول لوبولی شي.»
د چارو شنونکي هم د افغانستان او پاکستان د یوه ګاونډي په توګه د ایران د منځګړیتوب هڅې مهمې ګڼي او باور لري چې که د ښکېلو هېوادونو ترمنځ راپورته شوې ستونزه د خبرو او ډیالوګ له لارې حل شي، ایران به یې هم له ګډو ګټو برخمن شي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیلاحمد نادم وايي: « افغانستان کې سوله او امنیت د ټولو ګاونډیو هېوادونو په ګټه دي. د همدې لپاره ایران هم د منځګړیتوب هڅه کوي او غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې مخه ونیسي.»
دا ایران له خوا دا هڅې په داسې حال کې کېږي چې تردې مخکې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د کابل او اسلام اباد درې دورې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېدل.
له ایران سربېره، مسکو هم چمتو والې ښودلی چې د افغانستان او پاکستان د غوښتنې په صورت کې منځګړیتوب وکړي.
افغان شنونکي که څه هم د سیمې او ګاونډ د هېوادونو هلوځلو ته خوشبینه دي، خو د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره ټینګار کوي چې پاکستان باید د افغانستان په وړاندې په خپل سیاست کې بدلون راولي.