Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بغلان کې په ولسي لګښت د یوه لومړني ښوونځي جوړېدو ډبره کېښودل شوه

بغلان کې په ولسي لګښت د یوه لومړني ښوونځي جوړېدو ډبره کېښودل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/18

د بغلان ولایت ډنډغوري ولسوالۍ ګوهرګان سیمه کې د هغه لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې لګښت یې ولسي خلکو پرغاړه اخیستی.

دا ښوونځی چې د چندې په شکل ورته پیسې راټولېږي، تر اوسه ورته ۲ سوه زره افغانۍ راټولې شوې او له خلکو يې هم په دې برخه کې همکاري غوښتې ده.
قومي مشر جاوېد حسیني وايي: « دا خلک چې له خپلو ستونزو، فقر او بېکارۍ سربېره یې یو بل ته لاس ورکړی، ترڅو له پوهنې څخه ملاتړ وکړي، تمه لري چې د بغلان معارف چارواکي هم له دوی ملاتړ وکړي.»

قومي مشر محمد ابراهیم صفر زاده وايي: « د دې ښوونځي ځمکه د خداداد نومي شخص له خوا ورکړل شوې چې شاوخوا ۱۰۰۰ متره مربع ده. دا ښوونځي د ځايي اوسېدونکو له خوا جوړېږي او دا مهال یې ۲۰۰ زره افغانۍ راټولې کړې دي.»

دا ښوونځی چې شپږ ټولګي لري، په معیاري ‌ډول جوړېږي او د شاوخوا ۲۰۰ تنو زده کوونکو د جذب ظرفیت به ولري.

په همدې حال کې د بغلان پوهنې ریاست مسوولین د دې ګام هرکلی کوي او د ښوونځي جوړولو کې د خلکو همکاري مهمه بولي.
د بغلان پوهنې رییس حفیظ الله معتصم باالله وايي: « د ښوونځیو په جوړولو کې د خلکو ونډه اخیستنه ډېر اغېزناک رول لري. موږ کولی شو د خلکو په مرسته او نظریې سره دغه شان ډېر ښوونیز او تعلیمي مرکزونه جوړ کړو.»

بله خوا د سیمې اوسېدونکي وایي، د مناسب ځای نه شتوالي سربېره یې د ماشومانو لپاره ښوونځي سرپناه نه لري او په خبره يې، دغو عواملو د زده کوونکو پر تدریس ناوړه اغېز کړی.
د سیمې اوسېدونکی سید دلبر اصغري وايي: « دا مهال د دې ښوونځي زده کوونکي د جامع جومات په ټولنیزه خونه او دغه راز څو پایې خېمو کې لوست کوي. د دوی ځای ډېر تنګ او نا مناسب دی. دا زده کوونکي د ژمي په سړه هوا کې ډېر په تکلیف وي.»

د سیمې اوسېدونکی علي نظر وايي: « دلته زده کوونکي په آزاده فضا، جوماتونو یا هم خېمو کې لوست کوي. دا ښکاره خبره ده چې په دغو ځایونو کې ښوونه روزنه په سمه توګه نه ترسره کېږي. د خلکو او څارویو رفت آمد زده کوونکو ته مزاحمت جوړوي او د زده کړې بهیر ټکنی کېږي.»

یوازې بغلان نه بلکې د خلکو په خبره د هېواد اکثریت لرې پرتو سیمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او له امله یې ښوونکي او زده کوونکي د زده کړو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist