روان لمریز کال د ټرافیکي پېښو له اړخه د کندهار ښار او ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره له دې امله هم ښه نه و چې د دې کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۶۷ ټرافیکي پیښې ثبت شوې دي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، په دغو پېښو کې ۲۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی له ۲۱۱ ډېر ژوبل شوي هم دي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد وايي: « د کندهار امنیه قوماندانۍ د ټرافیکو مدیریت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۶۷ ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي. په دغو پېښو کې ۲۹ تنه شهیدان او ۲۱۱ تنه ټپیان شوي دي. ټولټال ۲۴۰ تنه د یادو پېښو ټپیان او قربانیان دي.»
د کندهار ټرافیکو مدیریت مسوولین د ګڼو ټرافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه مراعتول ګڼي.
دوی له موټر چلوونکو غواړي چې ټرافیکي قوانین رعایت کړي او په دې سره د ورته پېښو مخنیوی وکړي.
د کندهار ټرافیکو مدیر مولوي خیال محمد غاور وايي: « زموږ د ټولو ټرافیکي پېښو لامل احتیاط نه کول دي، همدارنګه په ډېر سرعت موټر چلول او د قوانینو په پام کې نه نیول په ځانګړې توګه د ځوانانو له خوا، د دې پېښو لامل دی. له ټولو والدینو غوښتنه کوم چې خپلو کوچنیو اولادونو ته موټر، موټرسایکېل او نور وسایط په لاس مه ورکوئ. څومره چې د احتیاط کچه لوړه شي، د پېښو ګراف ټیټېږي. د ټرافیک پولیسو او ولس مکلفیت دا دی چې له یو بل سره همکاري وکړي.»
بله خوا، یو شمېر موټر چلوونکي او د کندهار اوسېدونکي هم د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي مهم عوامل بولي.
دوی له مسوولینو د سړکونو د نظم او د موټر چلولو جواز برخه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.
موټر چلوونکی نصیراحمد وايي: « ټول موټر چلوونکي باید قانون مراعت کړي. له ټرافیکو مو دا غوښتنه ده چې د لایزري څراغونو مخه ونیسي؛ ځکه د دغو څراغونو له امله ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.»
د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی خالد احمد وايي: « اکثریت ټرافیکي پېښې د لایزري څراغونو له امله رامنځته کېږي، همدارنګه تر ډېره حده ټرافیکي اصول نه رعایت کېږي.»
د کندهار اوسېدونکی محمد کبیر وايي: « زما له ټولو خلکو که ښاریان دي که اطرافیان غوښتنه دا ده چې ټرافیکي قوانین رعایت کړي.»
په ښار کې د ګڼه ګوڼې زیاتوالی، د سړکونو تنګوالی او د خلکو له خوا د ټرافیکي قوانینو نه رعایت کول په کندهار کې د ټرافیکي پېښو زیاتېدو لاملونه ګڼل کېږي.