Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زاخارووا: روسیه د کابل – اسلام اباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو ده

زاخارووا: روسیه د کابل – اسلام اباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/17

له ايران وروسته روسيې هم دا چمتووالی ښودلی چې د افغانستان او پاکستان  ترمنځ د مذاکراتو بيا پيلولو په موخه د منځګړي رول ولوبوي.

خو د روسیې د بهرنيو چارو وزارت په خبره ، مسکو به دې کار ته هغه وخت زړه ښه کړي چې په خپله کابل او اسلام‌اباد ترې غوښتنه وکړي.

روسیه چې د سیمې او نړۍ په کچه یو زبرځواک هېواد دی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا ورته د اندېښنې وړ ده او له همدې کبله يې بهرنيو چارو وزارت د خبرو له لارې د اختلافونو پرحلولو ټينګار کړی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا: « د غوښتنې په صورت کې روسیه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو منځګړیتوب لپاره چمتو ده. مسکو به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې په برخه کې خپله همکاري وکړي؛ ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا زموږ او نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ ده او هر ډول اختلافات باید له سیاسي لارو حل شي.»

دا چې کابل او اسلام اباد د روسیی دې وړاندیز ته څه ځواب ورکوي، لا جوته نه ده؛ خو شنونکي بیا د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د شویو درېیو پړاوونو خبرو ناکامۍ ته په اشارې وايي، که د خبرو د بیا پیل امکان موجود وي، نو منځګړي هېوادونه باید پاکستان له غیرمعقوله غوښتنو را وګرځوي، ځکه د دوی په وینا د تېرو مذاکراتو د ناکامۍ یو اصلي سبب هم دا وو.

شنونکي بیا له افغان پلاوي هم غواړي چې د مذاکراتو د تېرو پړاونو په څېر په احتمالي خبرو کې له کره شواهدو او کلک دریځ سره برخه واخلي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا چې روسیه، چین یا نور هېوادونه د ترکیې او قطر ترڅنګ غواړي او کوښښ کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ جوړه وکړي، دا یو ښه ګام دی. موږ ته په کار ده چې د یوه ملي دریځ له مخې له  پاکستان سره خپله کشاله حل کړو. موږ له پاکستان سره ګڼې تاریخي ستونزې لرو او ځینې ستونزې پر موږ راتپل شوې هم دي. ځینې داسې ستونزې هم شته چې د پاکستان د منافقانه پرېکړو او پالیسیو له امله رامنځته شوې دي.»

خو ځینې نور افغان شنونکي بیا په دې باور دي چې که پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپله پالیسي بدله نه کړي، نو د هېوادونو په منځګړیتوب په بیا بیا خبرې کول کومه نتیجه نه شي لرلی.

د دوی په خبره، اسلام‌اباد ته په کار ده چې د خپلو کورنیو ستونزو حل په خپله خاوره کې ولټوي او پرنورو دې يې نه تپي.

د سیاسي چارشنونکی شهزاده مسعود وايي: « ترکیې او قطر دا هڅه وکړه او مذاکرات هم ترسره شول، خو متأسفانه پایله یې نه لرله. زما په اند، ښه لاره دا ده چې پاکستان په خپلو پالیسیو کې اساسي بدلون راولي، د یوې متمدنې رابطې لاره خپله کړي او د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر افغانستان وا نه چوي. دا مناسبه لاره نه ده او منځنګړي هم څه نه شي کولی.»

قطر او ترکیې د افغانستان پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره په تېر اکټوبر کې د درې پړاوه مذاکراتو کوربه توب وکړ، خو خبرو له دې امله پایله نه درلوده چې پاکستان په کې د افغانستان له پلاوي غيرعملي غوښتنې لرلې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist