هر کال د نومبر ۱۶مه د زغم نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. د زغم نړیواله ورځ په افغانستان کې داسې مهال را رسېږي چې ډېری خلک د اقتصادي ستونزو له امله له ټولنیز فشار سره مخ بلل کېږي.
د کابل اوسېدونکي وايي، د بې روزګارۍ له امله يې اقتصادي وضعيت خراب شوی او دا د دې سبب شوي چې رواني ناروغۍ ورته پيدا او زغم وبايلي.
دوی د ټولنيز امنيت لپاره زغم اصل يادوي، خو د زغم حفظولو او دودولو لپاره رواني سلامتيا مهمه ګڼي او په خبره یې، د زغم او حصولې لرل د اقتصادي وضعيت پر ښه والي پورې تړلې موضوع ده.
د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: « د افغانانو د بې حوصله ګۍ او زغم نه لرلو لامل اقتصادي ستونزې، کورنۍ شخړې او بې کاري ده. کله چې ځوانان بې روزګاره وي او د کور لګښت پوره نه کړای شي، حوصله بایلي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: « کله چې په کور کې ډوډۍ نه وي او کار هم ونه لرې، دا سبب کېږي چې ته زغم، حوصله او هرڅه له لاسه وکړې، ان تر دې چې ډېر خلک عقل او هوښ هم له لاسه ورکوي.»
د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: « لامل یې بې کاري ده، که څوک په کاروبار کې بوخت وي، هېڅکله بې حوصله ګي نه کوي.»
زغم هغه وړتیا ده چې انسان يې د ستونزو، اختلاف، فشار او بدلونونو پر وړاندې په سړه سینه، درک او ستر زړه سره د غبرګون له لارې ښيي. خو ځيني بيا زغم د اخلاقي مسئلې په توګه مطرح کوي او وايي، د ټولنيزو چارو شنونکي ورسره موافق نه دي.
دوی زغم له رواني عواملو سره تړلې پديده ګڼي او په خبره يې، د اقتصادي او ټولنيزو ستونزو د موجوديت په صورت کې يې د کمېدو او ان له منځه تللو احتمال ډېر وي.
د ټولنیزو چارو شنونکی طاهر يرغل وايي: « د پوهې او دانش نه لرل؛ هرڅومره چې د پوهې کچه لوړه شي، د انسان حوصله پراخېږي. تېرې پنځه لسیزې جګړې هم د دې سبب شوې چې افغان تل پرېښانه، بې کوره، بې روزګاره شي، په هرځای کې تهدید او توهین شي، همدارنګه فقر او لوږه هم له نورو عواملو سره یوځای سبب شوي چې زموږ د خلکو پر روان ناوړه اغېز پرېږدي.»
ډاکټران بیا پر دې سربېره ځينې طبي مسايل لکه د وينې کموالی، بې خوبي او د ناسمو خواړه کارول هم د زغم کموالي عوامل ګڼي. دوی د زغم ترويج لپاره که څه هم عامه پوهاوی مهم بولي، خو زياتوي چې ترڅنګ یې باید د طبي او رواني عواملو په له منځه وړلو هم کار وشي.
د رواني ناروغیو متخصص عثمان خوستی وايي: « افغانستان کې اوږده جګړه تېره شوې او په دې جګړو کې ډول ډول وسلې او شعاع ګانې کارول شوې دي او له امله یې د افغانستان آب او هوا زهرجنه ده. دا د خلکو د حوصلې بایللو لوی لامل دی.»
ډېری افغانان دېته په کتو چې نړۍ د زغم ورځ نمانځي، خو دوی د ژوند اساسي اړتیاوو د پوره کېدو تمې لري؛ هغه تمې چې د عامو افغانانو پر باور له پوره کېدو سره به د زغم او ارام ساه واخلي.
په ۱۹۹۵زېږدیز کال د نوامبر۱۶مه د ملګرو ملتونو د زده کړو او فرهنګي ادارې يا یونسکو له خوا په رسمي ډول د زغم نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه.
وروسته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هم په ۱۹۹۶زېږدیز کال کې دغه ورځ د زغم نړيوالې ورځې په توګه تصویب کړه.