سوریې په يوه تازه اقدام کې د داعش ډلې ځپلو او همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له نړیوال ایتلاف سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.
د سوریې د اطلاعاتو وزیر ویلي، دا تړون یوازې سیاسی اړخ لري چې موخه يې د سیمهييز ثبات ټینګښت او له داعش سره ګډه مبارزه ده.
موده وړاندې د افغانستان حکومت ویلي و چې له هغې وروسته چې داعش ډله په افغانستان کې وځپل شوه، پاتې غړي یې بلوچستان او د پاکستان ترکنټرول لاندې یو شمېر سیمو ته ورغلي او مشران يې هم هلته موجود دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال وویل:« د دې فتنه ګرې ډلې پاتې غړي په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې خپلو اصلي سیمو ته وتښتېدل او هلته نوي پټنځایونه او مراکز ورته ایجاد شول. خاص اطلاعات د دې ښودنه کوي چې دا فتنه ګره ډله یوځل بیا په همدې مراکزو کې د تنظیمېدو په حال کې ده او په پلان کې لري چې هم افغانستان او هم نورو هېوادونو کې بریدونه ترسره کړي. زموږ د اطلاعاتو له مخې، د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز، عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسوول صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود او پټ دي. د افغانستان اسلامي امارت په جدي توګه غوښتنه کوي چې دا کسان دې یا د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شي او یا یې دې پاکستان له خپلې خاورې اخراج کړي.»
اوس د شنونکو غوښتنه دا ده چې د دغو دقیقو او کره معلوماتو په اساس په کار ده چې نړۍ د داعش پر وړاندې د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې اقدام وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « اوس هم داعش له بلوچستان نیولې تر پنجاب او کراچۍ پورې، روزنیز مرکزونه لري؛ د پاکستان پوځ او استخبارات یې کلک ملاتړ کوي، سیمه او نړۍ پرې ګواښي. بنا ً که د دې پروګرام شاته د امریکا په شمول د نړۍ قوي استخبارات نه وي، بیا باید دا مرکزونه له منځه یوړل شي او د پاکستان پر وړاندې قاطع دریځ ونیول شي. دوی له یوې خوا راځي د سوریې په ګډون د داعش په ضد جبهې جوړوي او له بلې خوا هغه هېوادونه حمایه کوي چې د داعش روزنه کوي.»
د شنونکو په باور، نړۍ په دې يقيني شوې چې پاکستان په ټوله سیمه کې د داعش او نورو ډلو د فعالیتونو ملاتړ کوي او په خبره یې اړتیا ده چې بنديزونه پرې ولګول شي.
دوی وايي، د ترهګرۍ ملاتړ او روزنه د پاکستان پوځي ژریم لپاره په اقتصادي سرچینه بدله شوې او په سیمه کې یې د خپلو ګټو او د نورو موخو لپاره کاروي.
د سیاسي چاروشنونکی توریالی ځاځی وايي: « که د داعش پر وړاندې مبارزه کېږي، لومړی باید پاکستان تر تحریم لاندې ونیول شي. د امریکا ډېپلوماټیکې ادارې په صراحت سره وویل چې له پاکستان څخه ستر خطر احساسوي، ځکه چې د داعش او القاعدې پټنځای دی.»
د چارو شنونکی سرور نیازی وايي: « په سیمه کې چې څومره ترهګرې ډلې دي یا تروریستي فعالیتونه کېږي، د دې ټولو تر شا د پاکستان لاس دی. پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې ترهګرې ډلې روزي او نورو هېوادونو ته یې صادروي. دا د پاکستان تجارت دی او ګټې ترلاسه کوي.»
له دې وړاندې، د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف هم له سکای نيوز سره په مرکه کې منلې چې پاکستان د خپلو او لوېديځوالو د ګټو په خاطر، وسلهوالې ډلې جوړې او تمويل کړې دي.
د نوموړي په خبره، پاکستان دا کار د يوې محدودې مودې لپاره نه بلکې د څو لسيزو لپاره د لوېديځ په خوښه کړی.