Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست ځوانان د حکومت په اډانه کې د کار او رول غوښتنه کوي

خوست ځوانان د حکومت په اډانه کې د کار او رول غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/13

د خوست ولایتي مسوولینو او ځایي ځوانانو ترمنځ د دې ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې ناسته وشوه. دا ناسته د ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هڅو را بلل شوې وه او په کې د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او مرکز په ګډون لسګونو ځوانانو برخه درلوده.

په ناسته کې ځوانانو له حکومت وغوښتل چې په دې ولایت کې اساسي رغنیزو او اقتصادي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي او د حکومت په اډانه کې د ځوانانو رول ته هم اهمیت ورکړل شي.

د خوست اوسېدونکی رشید الله همدرد وايي: « زموږ له ځوانانو سره ډېره انرژي ده، که د دوی له انرژۍ څخه د وطن په آبادولو او په ټولنه کې د شته نفرتونو له منځه وړلو لپاره کار واخیستل شي، دوی ډېر څه کولی شي.»

د خوست اوسېدونکی قیام مندوزی وايي: « په ولسوالیو او اطرافونو کې باید ځینې پروژې پر ځوانانو پلې شي، ځینې مسوولیتونه او کارونه ځوانانو ته وسپارل شي، انشاالله پایله به یې ښه وي.»

د خوست اوسېدونکی سخي مرجان ویاند وايي: « په دولتي ادارو کې ځوانانو ته کار ورکول او په ځوانانو باور کول ډېر اهمیت لري. باید د ځوانانو له وړتیا څخه ګټه پورته کړو.»

ځايي چارواکو له ځوانانو سره دې ناسته کې ډاډ وښود چې د ځوانانو پر اهمیت باور لري او هڅه کوي چې د هېواد ابادۍ کې له ځوانانو سره ګډ کار وکړي.
خوست والي عبدالله مختار وايي: « د هېواد جوړولو زموږ او تاسو ګډ مسوولیت دی، افغانستان به بیا په اسلامي روحیه او واحد قیات جوړوو؛ داسې چې خپلواک او آزاد وي. د دې هدف لپاره باید ګډ ګام واخلو او زه په دې برخه کې له تاسو سره ملګری یم.»

خوست کې د ځایي مسوولینو او بېلابېلو سیمو د ځوانانو ترمنځ دا ناسته په شریکه د ستونزو د هواري، د خلکو او حکومت ترمنځ د ناسمو باورونو له منځه وړلو لپاره را بلل شوې وه. په دې ناسته کې ټینګار وشو چې باید د خلکو او حکومت ترمنځ د بې ‌ځايه اختلافاتو په ځای، د یووالي، ورورولۍ او همکارۍ فضا رامنځته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist