له هغې وروسته چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د استانبول مذاکرت له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدل، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دغو مذاکراتو د څرنګوالي په اړه معلومات په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو له ډېپلوماټانو سره شریک کړل.
بهرنیوچارو وزارت په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره چې په کې د روسیې سفیر هم حاضر و، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د شویو خبرو اترو او د پاکستاني لوري د غیر معقولو غوښتنو په اړه معلومات ورکړل.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ويلي، د مذاکراتو په جریان کې پاکستاني پلاوي داسې مسایل مطرح کول چې له حقیقت لرې او غیر عملي وو.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: « د بهرنيو چارو وزارت معين وويل، د استانبول په خبرو کې اساسي ستونزه دا وه چې پاکستانيلوري د مذاکراتو په جریان کې داسې غوښتنې مطرح کړې چې غیر واقعي او غیر عملي وې. ډاکټر محمد نعيم وويل، پاکستان کې د ټولو امنیتي ستونزو مسوولیت افغانستان ته راجع کول په دې معنا دي چې د پاکستان په پوځ کې ځانګړې کړۍ نه غواړي د دواړو هېوادونو مسایلو ته مذاکراتي حل وپلټل شي.»
تحلیلوونکي بیا وايي، د افغانستان حکومت د دې سیاسي اقدام له لارې په مذاکراتو کې د پاکستان واقعي څېره او همدا راز د دې بهیر څرنګوالی له هغو هېوادونو سره شریک شو چې په کابل کې سفارتونه لري او له امنیتي پلوه له افغانستان او سیمې سره زیات مشترکات لري.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « ښاغلي نعیم وردګ به کابل کې له یو شمېر بهرنیو ډېپلوماټانو سره وکتل او په کې یې هغه کره معلومات خپاره کړل چې ولې دا مذاکرات ناکام شول. د دې لپاره چې یو هېواد قوي ډېپلوماسي ولري، باید نړیوال هرکله له دې مسایلو خبر کړي او دا کار د حکومت د ويښتیا معنا لري. دا ښه خبره ده چې نړیوال پوه کړای شي چې اصلي ستونزه څه ده.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو ستونزو د حل په موخه، درې ځله په لوړه کچه مذاکرات ترسره شوي چې بې پایلې وو، خو اوس غوښتنه دا ده چې افغان لوری باید د دغو مذاکراتو د ناکامۍ اصلي لاملونه له نړیوالې ټولنې او په تېره بیا له ملګرو ملتونو سره هم شریک کړي.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: « د افغانستان او پاکستان د خبرو په ټولو برخو کې ملګري ملتونو غایب وو. افغانستان باید هڅه وکړي چې دغې قضیې ته د ملګرو ملتونو پښه را کش کړي؛ ځکه د ملګرو ملتونو کار همدا دی چې سوله وساتي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ترکیې کې وروستي مذاکرات له هغه وروسته بې پایلې اعلان شول چې پاکستاني لوري په دغو مذاکراتو کې د افغان لوري د غوښتنو نه منلو ترڅنګ، له کابل وغوښتل چې د پاکستاني طالبانو تحریک(ټيټيپي) فعالیتونه مهار او په پاکستان کې د امنیتی پېښو مخه ونیسي.