Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

مجاهد: اسلام‌اباد دې له افغان مهاجرینو او سوداګرۍ د فشار وسیلې په توګه کار نه اخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/10

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په دوام، په ياد هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناسم چلن ورځ تر بلې زور اخلي او په جبر يې د ايستلو لړۍ چټکېږي.

دېته په پام، اسلامي امارت له پاکستان غواړي چې د افغان کډوالو د را ایستلو په هکله پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

د حکومت وياند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، پاکستان دې د ګاونډيتوب له اصولو سره سم، هلته له مېشتو افغانانو سره سم سلوک وکړي او پر کډوالو د زور زياتي ترڅنګ دې له سوداګرۍ د فشار وسيلې په توګه کار نه اخلي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: « موږ د دې غوښتنه هم کوو چې هغه افغانان چې لا په پاکستان کې پاتې دي، هېواد ته راستانه شي او پر وړاندې یې شته ستونزې لرې شي. په دې تړاو نړیوال کنوانسیونونه، اصول او قوانین شته دي او موږ غواړو چې د مهاجرینو ملاتړ بنسټونه په پاکستان کې د افغان مهاجرینو حقونو ته پاملرنه وکړي. همدارنګه زموږ غوښتنه دا ده چې د مهاجرینو له موضوع او نورو عامو مسایلو څخه ناوړه ګټه وا نه خیستل شي او د فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.»

يو شمېر افغان کډوال هم ورسره د پاکستاني پوليسو له لوري د کېدونکي چلن سختوالی مني او د حکومت په شمول له نړيوالې ټولنې غواړي چې په پاکستان کې يې د وضعيت ښه‌والي لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

پاکستان مېشت افغان کډوال ملک اول خان وايي: « موږ د خیبر پښتونخوا له حکومت مننه کوو او غوښتنه لرو چې موږ ته د ژمي په اوږدو کې وخت راکړي او موږ به له ژمي وروسته په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شو.» 

د کډوالو د حقونو مدافعان هم په پاکستان کې له افغانانو سره روان چلن او په جبر يې اخراجول غندي او غوښتنه کوي چې پاکستان دې بشري اصولو ته د خپل درناوي د اثبات لپاره له افغانانو سره ناسم چلن ښه کړي.

د کډوالو د حقونو مدافع محمد خان طالبي محمدزی وايي: « د پاکستان دولت باید په هغو ټولنیزو مسوولیتونو او نړیوالو تعهداتو عمل وکړي چې د کډوالو پر وړاندې یې لري. که څه هم د پاکستان دولت د ۱۹۵۱ کال کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی، خو بیا هم باید نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې شي او د اخراج روانه لړۍ بل وخت ته وځنډوي. مهاجران باید په تدریجي ډول د انساني کرامت په رعایتولو له نړیوالو نورمونو سره سم ستانه کړای شي. موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې په دې مسئله ښکېل شي او له سیاسي کېدو یې وژغوري.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تېرو ۱۵ ورځو کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ۱۵۰ زره افغانان هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist