شاوخوا دوه میاشتې وړاندې کونړ کې تر زورورې زلزلې وروسته د دې ولایت ګڼ شمېر کلي او کورونه په بشپړ ډول ونړېدل. د سیمې زلزله ځپلو پر بېړنیو مرستو سربېره، د خپلو کورونو د جوړولو غوښتنه کوله.
تازه دې ولایت کې د یو شمېر خیریه بنسټونو له خوا د کورونو جوړولو چارې پيل شوې.
دا مهال په دې ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د شلو کورونو جوړولو چارې پيل شوې دي او مسوولین یې وايي، د هر کور په جوړولو به ۶۲۳ زره افغانۍ لګښت راشي.
د خیریه بنسټ غړی الماس مومند وايي: « د اوس لپاره ۲۰ کورونه دي او په هر کور ۶۲۳ زره افغانۍ لګښت راځي. په هر کور کې به دوه خونې، دوه تشنابونه، یو پخلنځی او یوه برنډه شامل وي چې په ټولو شلو کورونو به شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راشي. موږ هڅه کوو چې د دې کورونو شمېر زیات کړو.»
همدارنګه د کونړ د کور او ښار جوړولو ریاست مسوولین وایي، زلزله ځپلو ته د دوی په خپلو سیمو کې له نقشې سره سم کورونه جوړیږي او هڅه کېږي چې پر وخت ترې څارنه او نظارت وشي.
مسوولین زیاتوي، اوسمهال د حکومت او خیریه موسسو له خوا د کونړ زلزله ځپلو ساحو کې د نږدې سلو کورونو جوړولو چارې روانې دي.
د کونړ د کور او ښار جوړولو رییس نبي الله طلحه وايي: « دا کورونه د انجینرۍ له اصولو سره سم جوړېږي او انجینران به یې وخت په وخت څارنه کوي. دا کورونه به له چمتو شوې نقشې سره سم جوړ شي.»
له بلې خوا، د کونړ زلزله ځپلي وایي، اوسمهال د ژمي په راتګ سره تر هرڅه ډېر کورونو او سرپناه ته اړتیا لري او پر ژر جوړېدو یې ټينګار کوي.
د زلزلې له امله زیانمن شوی نقیب الله وايي: « ډېر خوښ یو چې موږ ته کورونه جوړېږي، ځکه ژمی را روان دی او موږ له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږو. له موږ سره دې اوس د خوراکي او خیر خوراکي مرستو په ځای د کورونو جوړولو مرسته وکړي او په دې کار دې بېړه وشي.»
یوبل زیانمن شوی وايي: « اوس مهال له هرڅه زیات زموږ کورونو ته اړتیا ده. دلته ژمی سخت وي او واورې کېږي. همدا اوس په خېمو کې ماشومان له یخنۍ ځورېږي او ډېر یې ناروغان شوي دي.»
د یادونې ده چې دا مهال د ختیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه کونړ زلزله ځپلو لپاره د حکومت او مرستندویه ادارو له خوا لنډمهاله کمپونه جوړ شوي چې د زلزله ځپلو په خبره، د ژمي په راتګ سره به په کې ګوزاره سخته وي.