Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات – غور لارې له خراب وضعیت د خلکو شکایتونه زیات شوي

د هرات – غور لارې له خراب وضعیت د خلکو شکایتونه زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/10

د هرات اوبه ولسوالۍ اوسېدونکي د هرات – غور لویې لارې له خرابوالي سخت اندېښمن دي.
دوی شکایت کوي چې سره له دې چې څو ځله د دې لارې د ترمیم او رغونې کارونه پیل شوي، خو هر ځل د نامعلومو دلایلو له امله نیمګړي پاتې شوي دي.

د دې لارې په اوږدو کې پراته ولسونه وایي، د لارې خرابوالي د خلکو د تګ راتګ ستونزې زیاتې کړې او په بېړنیو حالاتو کې یې ژوند ته هم ګواښ پیدا کړی، داسې چې ناروغان یې پر وخت تر هرات ښاره نه رسېږي.

د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي: « اکثره وختونه زموږ ناروغان د هرات روغتونو ته نه رسېږي او په نیمه لار کې ژوند بایلي.  که څه هم اوبه ولسوالۍ کلینیک لري، خو دومره امکانات نه لري چې د هر ډول ناروغ درملنه په کې وشي.»

د دې لارې یو موټر چلوونکی نجیب الله وايي: « سړک ډېر زیات خراب دی، موږ مجبور یو چې په لارو یوه شپه تېره کړو، ترڅو منزل ته ورسېږو. مسافر او موټر چلوونکي دواړه سخت په تکلیف دي.»

د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکی محمد وايي: « لاره ډېره خرابه ده، ناروغ تر روغتون نه شو رسولی. له دولت غوښتنه کوو چې ژر تر ژره یې جوړه کړي.»

بله خوا، د هرات ځایي مسوولان  ډاډ ورکوي چې د یادې لارې د جوړېدو چارې پيل شوې دي او په ټاکلي وخت به پای ته ورسېږي.
د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « په هرات ولایت کې د پراختیايي او زیربنايي پروژو په دوام، د هرات – غور سړک د ۵۰ کیلومټره سړک جوړونې کارونه هم عملا ً روان دي. په لومړي پړاو کې به د ۱۶ کیلومټره اسفالټ اچونې چارې بشپړې شي. محلي اداره هڅه کوي چې د اړوند ادارو او قراردادي شرکت په ملتیا، د دې سړک د رغونې پروژه په ټاکلي وخت بشپړه کړي.»

د هرات – غور لویه لاره ۴۸۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې د غور، دایکنډي، بامیان او میدان وردک ولایتونو څخه له تېرېدو  وروسته هرات له کابل سره نښلوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist