Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: پاکستان تل د افغانستان د پرمختګونو مخنیوي هڅه کوي

مجاهد: د استانبول مذاکرات د پاکستان غیرمسوولانه غوښتنو له امله ناکام شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/09

د پاکستاني مذاکراتي ټیم د همکاري نه کولو له امله د ترکيې په کوربه ‌توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته، د اسلامي امارت د حکومت وياند وضاحت ورکړ.

ذبيح‌الله مجاهد د مذاکراتو ناکامۍ عمده لامل د پاکستان په مرکچي پلاوي کې د همکارۍ روحيې نه موجوديت يادوي او زياتوي چې له افغان لوري يې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د امنيت ټينګښت په اړه غير مسوولانه غوښتنې مطرح کولې.

د نوموړي په خبره، د مذاکراتو پرمهال د پاکستاني پلاوي ورته نامسووله چلن نه دا چې مطلوبې نتيجې ته رسېدل ستونزمن کړل، ترڅنګ يې دې هدف ته د رسېدو لپاره د منځګړو هېوادونو هڅې هم سبوتاژ کړې.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد وايي: « متأسفانه پاکستانی لوری د خبرو پرمهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول، په داسې حال کې چې له خپلې خوا یې نه د افغانستان د امنیت او نه هم د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسوولیت منلو ته تیار نه و. د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه، د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سربېره، کومې پایلې ته ونه رسېږو. د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا پر خپل اصولي دریځ ټینګار کوي چې هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد په خلاف استفاده وکړي او نه به هم بل هېواد ته اجازه ورکړي چې له خپلې خاورې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او امنیت په ضد اقدامات او یا ملاتړ ترسره کړي.»

په ترکيه کې د مذاکراتو پرمهال داسې راپورونه خپاره شول چې پاکستان د تحريک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) په اړه له کابل د پرېکنده عمل غوښتنه کوي هغه څه چې کابل هرځل دا ستونزه د پاکستان اړوند بللې او څرګنده کړې يې ده چې په اړه يې مسووليت نه لري.

د حکومت ویاند ټي‌ټي‌پي په قبايلي سيمو کې د پاکستان پوځ له لوري له عامو خلکو سره د روان ظلم محصول بولي، خو په خبره يې پر دې سربېره هم حکومت د ښه نيت له مخې هڅه کړې چې پاکستان ته له ټي‌ټي‌پي سره د مذاکراتو تسهيلات برابر کړي؛ د مجاهد په خبره، د پاکستان پوځ برعکس دا لړۍ سبوتاژه کړه.

د اسلامي امارت ویاند په دې اړه وايي: « په پاکستان کې د سولې او امنیت لپاره مو د ټي‌ټي‌پي او پاکستان د حکومت ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو لپاره زمینه مساعده کړه چې له امله یې هغه مهال اوږدمهاله اوربند رامنځته شو او د خبرو اترو لړۍ هم روانه وه او د دواړو طرفونو ترمنځ ۹۵ سلنو پورې موضوعاتو باندې توافقات شوي وو او نږدې وه چې دا مسئله په پاکستان کې حل شي، خو متأسفانه د یوې خاصې پوځي کړۍ له خوا دغه وسایل ټول سبوتاژ شول. د ولس او خاورې دفاع د افغانستان اسلامي امارت شرعي وجیبه ګڼل کېږي او هر متجاوز پر وړاندې به د الله(ج) په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوو.»

مجاهد که څه هم د کوم هېواد نه اخلي، خو ظاهراً اشاره یې پاکستان ته ده چې وايي د سيمې ناامنه کولو پروژه یې اخيستې ده. نوموړی دې ته په پام له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو غواړي چې د پاکستان د دې پروژو د پلي کېدو مخه ونيسي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «  موږ غواړو په هغو جریانونو ټوله سیمه خبره کړو چې دلته واقع کېږي. موږ د سیمې هېوادونه دېته متوجه کوو چې ځینیو کړیو له لویو قدرتونو پروژې اخیستې او غواړي سیمه نا امنه کړي. ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونه، روسیه او نور هېوادونه باید د ستونزې حساسیت درک کړي او د دسیسو مخنیوي ته پاملرنه وکړي.»

بله خوا، د پاکستان دفاع وزير ويلي چې له افغانستان سره به ترهغې اوربند نافذ وي چې پر پاکستان بريد نه وي شوی، خو بيا د خبرداري په توګه د خپلې خاورې دفاع مشروع حق يادوي او زياتوي، په هر ډول حالت کې به له دې حق څخه استفاده کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist