په ترکيه کې د اسلامي امارت او پاکستان پوځي رژيم ترمنځ د درېيم پړاو مذاکرات د پاکستاني اړخ له خوا د نا معقوله غوښتنو له امله بې پايلې پای ته ورسېدل.
د مذاکراتو په دې پړاوو کې بيا هم ترکيې او قطر د دواړو لوريو ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کاوه. په راپورونو کې د سرچينو په حواله ويل شوي، منځګړيو هېوادونو دا ځل هېڅ ټينګار نه دی کړی چې د بل پړاوو مذاکراتو د پيل يا بېرته د خبرو مېز ته د دواړو لوريو د کېناستو هڅه دې په کې شوې وي.
شنونکي وايي، د اختلافاتو حل ته منطقي ژبه، انعطاف، د ځوابي استدلال لپاره معقول غبرګون او د ډېپلوماټيکو حل لارو پر بنسټ د منځګړيو هېوادونو هڅې د مذاکراتو بنسټيز اصول دي. د دوی په خبره، پاکستان پوځي رژيم د ترکيې او قطر په مذاکراتو کې له دې اصولو په بشپړه توګه سرغړونه کړې.
د سياسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: « د خواجه اصف، د پوځ د لوی درستیز یا نورو چارواکو خبرې هسې بهانې دي، دوی غواړي افغانستان ضعیف او په جګړه کې وساتي. د دوی په خبرو او وعدو عمل نه دی په کار.»
ځينې نور شنونکي بيا په دې باور دي چې اوسمهال په سيمه کې ټول هېوادونه د پاکستان پوځي رژيم پر هغو ناسمو سياستونو او پاليسيو پوهېږي چې مشري يې لوېديځ يا په ځانګړي ډول امريکا کوي.
د دوی په خبره، د اسلاماباد له خوا د داسې غوښتنو مطرح کول چې خپلې کورنۍ ستونزې او ناامنۍ پر نورو حلول غواړي، د ډېپلوماسۍ له پلوه خپلواکه ژبه نه ده.
د سياسي چارو شنونکی معين ګل څمکنی وايي: « موږ د پردیو امنیت نه شو ساتلی او بله دا چې د پاکستان هوايي حریم د پاکستان له خوا نقض کېږي، مهمې نقطې همدا دي. اوس د سیمې هېوادونه په دې پوهېږي چې څه پاکستان کوي، امریکا ته د عاصم منیر له سفرونو وروسته پيل شول او ویل کېږي چې د امریکا په غوښتنه یې کوي.»
له دې سره هممهاله، د هند دفاع وزير په يوه تازه مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي ترينګلي وضعيت پرمهال، د نوي ډهلي دريځ بې طرفه ياد کړی او د اسلاماباد هغه تورونه يې رد کړي چې وايي، د دې کړکېچ پر مهال له کابل سره ملاتړی دی.
د هند دفاع وزیر راجنات سېنګ وايي: « هره مسله چې وي، د ټولو ښکېلو هېوادونو لپاره په کار ده چې سره کېني او د خبرو اترو له لارې یې حل کړي. موږ نه غواړو د بل هېواد په چارو کې مداخله وکړو. که دواړه هېوادونه په دې موافق وي چې منځګړيتوب په کار دی او یو بې طرفه د خبرو اترو بهیر پیل شي، نو په هغه وخت کې دې موضوع ته کتنه کېدای شي. موږ په دې متل چې «که ته یې خوښوې یا نه، زه ستا مېلمه یم» باور نه لرو.»
راجنات سېنګ دا ګواښ هم کړی چې که پاکستان پر تحريک اميزه مسايلو کې دخيل او يا د هند ثبات ته خطر پېښ کړي، د نوي ډهلي له پرېکنده ځواب سره به مخ شي.
د پاکستان پوځي رژيم دفاع وزیر خواجه اصف هم په تازه څرګندونو کې يو ځل بيا ويلي، له افغانستان سره اوربند يې د افغان لوري له خوا له نقش پرته دوام مومي.
خو نوموړی دا خبرې داسې مهال کوي چې دوه ورځې وړاندې پاکستاني اړخ د اوربند هوکړه نقص کړې ده او په سپين بولدک کې يې پرعامو استوګنځيو په توغندیز بريدونو کې شاوخوا لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.