په سپين بولدک کې د پاکستان له لوري د اوربند نقضول او پرافغانستان يې بريد د عامو خلکو له توند غبرګون سره مخ شوی.
د کابل اوسېدونکي وايي، افغانان په سيمو کې هېڅ د جګړې غوښتونکي نه دي، خو په خبره يې په ټول تاريخ کې د هر بهرني يرغل پروړاندې خپله مېړانه ثابته کړې او په متحدانه توګه يې د خپلې خاورې دفاع کړې ده.
د افغانستان خلک پاکستان ته خبرداری ورکوي چې که دا ځل جګړه ونښته، په هېڅ صورت به پاکستان په ګټه نه وي.
د کابل اوسېدونکی اسماعیل وايي: « پاکستان ظلم کوي خو موږ له زغم کار اخلو، کنه هر افغان دې تیار دی چې له پاکستان سره جګړه کې ځان قربان کړي.»
د کابل اوسېدونکی زلمی وايي: « موږ له پاکستان سره جګړې ته پوره چمتو یو، دا زموږ خاوره ده او خاوره د ناموس حیثیت لري، ځکه یې هر ډول دفاع ته ولاړ یو. که پاکستان بیا برید وکړي، لومړی خو موږ ته ښايي اړتیا پیدا نه شي، ځکه زموږ سرتېري شته، خو که اړتیا شوه له سره ورته تېر یو.»
دوی وايي، د پاکستان په شمول هر هېواد دې د افغانستان د خلکو له تاريخ زده کړه وکړي او هېڅکله دې د افغانانو پر خاوره تېري ته زړه نه ښه کوي.
د کابل اوسېدونکی څاروان وايي: « پاکستان ته وایم چې زموږ پر خاوره له تېري ډډه وکړي، موږ له نړۍ سره مبارزه کړې. دا چې په پاکستان کې زموږ ځینې مهاجر وروڼه پراته دي، موږ د هغوی لپاره حوصله کوو، که ټول افغانان نران او ښځې چمتو دي چې د پاکستان بریدونو ته ځواب ورکړي.»
د کابل يوې بلې برخې اوسېدونکي بيا خبرداری ورکوي چې په راتلونکي کې د پاکستان بيا ځلې تېري پر وړاندې به د امنيتي ځواکونو ترڅنګ درېږي او په پوره قوت سره به د خپلې خاورې دفاع کوي.
د کابل اوسېدونکی سېد رحمان وايي: « دا زموږ وطن دی حاضر یو چې سر تر قربان کړو. په دې وطن مو ډېرې ککرۍ ورکړې دي، بیا یې هم ورکوو.»
د کابل اوسېدونکی سلیمان وايي: « که څه هم غریب یو او عصري وسلې نه لرو، خو د خپل وطن دفاع په خپله وینه او سرونو کوو. دومره بېوسه هم نه یو چې دښمن به وار کوي او موږ به بدل نه شو اخیستی.»
د پاکستان پوځي رژيم پنج شنبه مازدیګر په داسې حال کې د اسلامي امارت پر ځواکونو په سپين بولدک کې بريد وکړ چې د ترکيې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان پلاويو ترمنځ د سولې مذاکرات روان وو.
د دې بريد په نتيجه کې۱۰ تنه افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته، خو اسلامي امارت ويلي چې په استانبول کې يې مذاکراتو ته د درناوي په موخه د دې بريد پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.