د هرات چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وایي، د ښار د هوا پاکوالي په موخه یې د لوګي تولیدونکو، غږیزې ککړتیا رامنځته کونکو او لیزري څراغونو درلودونکو وسایطو پر تګ راتګ بندیز لګولی.
مسوولین وایي، دغه ګام یې د خلکو د روغتیا خوندیتوب، د هوا کیفیت ښه کولو او ښار کې د غږیزې ککړتیا کمولو په هدف پورته کړی.
د هرات چاپېریال ساتنې ریاست ویاند حامد الهام وايي: « دغه کار د ښاري نظم راوستلو، غږیزې ککړتیا کمولو او دغه راز د هوا، صوت او نور د کیفیت لوړولو لپاره کېږي. موږ په دې عمل سره غواړو د هرات ولایت په کچه فرهنګ جوړونه وکړو، هغه وسایط چې د دې حالت سبب دي ویې دروو او یا یې ورکشاپونو ته واستوو، ترڅو دا ستونزه حل شي.»
د هرات ښاریان او اوسېدونکي هم دا ګام ستایي او زیاتوي، د لوګي او غږیزې ککړتیا ډېروالي ښاري ژوند له ستونزو سره مخ کړی.
دوی له اړوندو ادارو غواړي چې دا کمپاین دوامدار وساتي او د چاپېریال د پاکوالي لپاره عامه پوهاوی هم زیات کړي.
د هرات اوسېدونکی غلام رسول وايي: « باید په ښار کې ټول چلېدونکي وسایط چک شي، د تېلو کیفیت ته پاملرنه وشي، ځکه چې بې کیفیته تېل ډېر دود تولیدوي.»
د هرات اوسېدونکی وکیل احمد وايي: « زموږ ډېر خلک د همدې لوګی تولیدوونکو موټرو له لاسه ناروغان دي. باید د لایزري څراغونو مخه هم ونیول شي؛ ځکه چې ډېره کله د ټرافیکي پېښو سبب کېږي.»
بله خوا، کارپوهان د هوا د ککړتیا اصلي لامل د زړو وسایطو زیاتوالی ګڼي او باور لري چې دا ککړتیا بېلابېلې روغتیایي ستونزې رامنځته کوي. دوی دغه راز ټینګار کوي چې د وسایطو تخنیکي معاینه، د با کیفیت سون توکو کارونه او د عامه پوهاوي لوړول د دې ستونزې د کمولو په برخه کې ګټور تمامېدای شي.
د چاپیریال ساتنې کارپوه جاسم اسلمي وايي: « هغه کاربن یا دود چې په هوا کې تولیدېږي، کله چې موږ دا تنفس کړو، نو د بېلابېلو ناروغیو پیدا کېدو سبب کېږي. دغه دود حتا پر غیر انساني موجوداتو هم ناوړه اغېز لري. د دې دود یو لامل هم زاړه موټر او نقلیه وسایط دي؛ هر څومره چې دا موټر کم وي، روغ انسانان به زیات وي.»
دا په داسې حال کې ده چې هرات ښار کې د نفوسو او نقلیه وسایطو زیاتوالی او همدارنګه پرله پسې وچکالۍ سبب شوې چې په دې ولایت کې د هوا ککړتیا ورځ تربلې زیاته شي.