د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له خوا د اوبو، روغتیا او پاکوالي ساتنې په تړاو د ملي پلان جوړولو لومړنی سیمینار تدویر شو چې په کې د بېلابېلو ملي او بین المللي بنسټونو استازو ګډون درلود.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس د سیمینار ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، دا ډول پلانونو جوړول مهم دي خو عملي کول یې له دې هم زیات مهم دي.
مولوي مطیع الحق خالص وايي، اوس په افغانستان کې د اوبو کمښت ستونزه زیاته شوې او په ځینو سیمو کې خلک د خپلو کورنیو حیواناتو لپاره هم اوبه په بیه اخلي.
د خالص په خبره، اوس مهال داخلي کډوالۍ د اوبو د کمښت له امله رامنځته کېږي او حتا تردې چې د هېواد سړې سیمې چې باید د کال دولس میاشتې اوبه ولري، د اوبو له کمښت سره مخ دي او د اوسېدو لپاره مناسبې نه ګڼل کېږي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیعالحق خالص وايي: « که حقیقت ته وګورو، د اوبو له پلوه د افغانستان وضعیت ډېر زیات وخیم دی. اوس د ولسوالیو په کچه د افغانستان ډېری برخې د اوسېدلو وړ نه دي. که تاسو معلومات وکړئ، د جوزجان په څېر سرد سېره ولایتونه چې د کال په ۱۲ میاشتو کې باید اوبه ولري، اوس یې خلک د خپلو کورنیو اهلي حیواناتو لپاره اوبه په بیه اخلي. دغه راز، د فراه او بادغیس په څېر ولایتونو کې ډېر زیات کورني مهاجرتونه د اوبو له امله شوي.»
په همدې حال کې، په افغانستان کې د یونیسف ادارې د اوبو برخې مسوول وايي، د اقلیم بدلون له امله اغېزمنو شویو سیمو زیانونه باید حد اقل ته راټیټ شي.
په افغانستان کې د یونیسف د اوبو برخې مسوول شیوا سینګ وايي: « په دې پروسه کې یا د دې پلان په جوړولو کې زموږ تمرکز پر دې وي چې د اوبو او حفظ الصحې اړوند چې کوم فعالیتونه دي، د هغوی وړاندې کولو په برخه کې کوم موارد په نظر کې ونیسو، ترڅو د اقلمي بدلون له امله د اغېزمنتيا کچه حد اقل ته راټیټه شي.»
چارواکي وايي، د دې سیمینار موخه د اوبو او روغتیا ساتنې په برخو کې د یوه داسې ملي پلان جوړول دي چې په پلي کېدو سره به یې تر ډېره په یادو برخو کې د زیانونو مخه ونیول شي او د اقلم بدلون اغېز راکم کړي.
د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي بدلون رییس روحالله امین وايي: « د دې سیمینار موخه دا وه چې موږ څنګه کولی شو د روغتیا او پاکۍ ساتلو(واش) په برخه کې یو ملي پلان چمتو کړو، ترڅو هغه ګامونه او اړتیاوې چې په دې برخه کې شته دي، باید په دې سند کې ځای پرځای شي او د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکۍ په برخه کې د پروژو جذبولو لپاره زمینه برابره شي. په دې سره به موږ وکولی شو د اقلیم بدلون په برخه کې رامنځته شوې اغېزې کمې کړو.»
افغانستان د نړۍ په کچه له هغو هېوادونو دی چې د اقلیم بدلون له امله یې میلیاردونه ډالره زیان لیدلی او لاهم ورسره مخ دی، خو اقلیمي بدلون د رامنځته کولو په برخه کې ونډه په هېڅ حساب ده.