Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نا پېژاندو وسله والو په پېښور کې د داعش مهم غړی وژلی

نا پېژاندو وسله والو په پېښور کې د داعش مهم غړی وژلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/30

راپورونه وايي چې نا څرګندو وسله ‌والو په پېښور ښار کې دا داعش خراسان څانګې مهم غړی نصرت چې پر پهلوان هم مشهور و، وژلی دی.

په راپورونو کې د سرچينو په حواله راغلي، نوموړي په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په کابل او يو شمېر ولايتونو کې د ځينو بريدونو پلانونه چمتو کړي وو.

د راپورونو پر بنسټ، له اسلام‌اباد، کراچۍ او بلوچستان وروسته پېښور څلورم هغه ښار دی چې د پاکستان پوځي رژيم تر حاکميت لاندې د داعش ډلې غړي په کې د نا پېژاندو وسله ‌والو له خوا په نښه کېږي او دا ثابتوي چې داعش ډله د پاکستان په ټولو ښارونو کې فعال حضور لري.

پخواني امريکايي ډېپلومات زلمي خلیلزاد په پېښور کې د داعش خراسان څانګې مهم غړي په نښه کېدل د اسلام اباد لپاره ښه خبر بللی.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « د پاکستان لپاره ښه خبر دی چې په پېښور کې ناپېژاندو وسله‌والو د داعش خراسان څانګې مهم غړی وژلی.  هغه څوک چې په  کابل او ورڅېرمه سيمو کې يې د بريدونو پلان درلود.»

د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د بلوچستان په مستونګ او يو شمېر نورو سيمو کې د پاکستان پوځي رژيم د سيمې بې ثباته کولو لپاره د داعش خراسان څانګې ته روزنيز کمپونه جوړ کړي اود بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ له خوا يې مخالفت هم شوی دی.

هغه مهال په خواله رسنيو کې د بلوڅ فعالانو د يوې مشرې صبيحه بلوڅ هغه ويډيو هم خپره شوې وه چې په بلوچستان کې يې د اسلام‌اباد له لوري د داعش ملاتړ په اړه په کې څرګندونې وکړې.

بلوڅانو د حقونو فعالې صبيحه بلوڅ ویلي: « د پاکستان حکومت د بلوچستان په مستونګ کې د سيمې بې ثباته کولو لپاره د داعش مرکزونه جوړ کړي او اکمال کوي يې.»

د سيمه‌ييز وضعيت څارونکي د پاکستان په مهمو ښارونو کې د داعش د مهمو غړيو وژل کېدو ته په اشارې وايي، اوسمهال نړيواله ټولنه او په ځانګړي ډول امريکا د اسلام‌اباد له هغو پاليسيو سره بلده ده چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د سيمه‌ييزو کړکيچونو رامنځته کېدو ته زمينه برابروي.

د سياسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: «څو اوونۍ وړاندې په کراچۍ کې هم د داعش یو غړی ووژل شو، اوس نړۍ ته څرګنده شوه چې پاکستان د ترهګرو ډلو د روزنې ځای او پناه ګاه ده. د امریکا ډېپلوماټیکې ادارې هم تېره اوونۍ دا خبره وکړه او تایید کړه چې پاکستان د داعش او القاعدې پټنځای دی.»

د سياسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: «اوس نه یوازې د سیمې هېوادونو بلکې نړۍ ته هم څرګنده شوه او په امریکايي رسنیو کې هم دېته اشاره وشوه چې داعش ډله د پاکستان ترکنټرول لاندې بلوچستان کې مېشته ده. د پاکستان پوځ له دې ډلې د بلوڅانو په ځپلو کې کار اخلي، افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته یې استوي او حکومتونه یې پرې ګواښي.»

په ترکيه کې د پاکستان پوځي رژيم او اسلامي امارت ترمنځ د درېيو ورځو بې پايلې مذاکراتو پرمهال له پاکستاني پلاوي د اسلامي امارت يو مهمه غوښتنه هم په خیبرپښتونخوا او پاکستان کې د داعش د مېشتو غړيو ورسپارل وو. پاکستاني لوري له يادو غوښتنو څخه انکار کړی او تر خپل حاکميت لاندې سيمو کې يې د داعش حضور نه دی منلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist