د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال وايي، هڅې روانې دي چې پرافغانستان د یو بل جنګ تحمیلولو زمینه برابره شي، خو اسلامي امارت يې په کلکه دفاع کوي.
محمد نبي عمري خوست کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په فراغت غونډه کې د خبرو پرمهال ویلي، د اسلامي امارت پالیسي د نورو هېوادونو په کورنیو او بهرنیو چارو کې د مداخلې نه کولو په اصل ولاړه ده.
د هغه په خبره، که څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، نو د روسانو او امریکایانو په څېر به له ناوړه برخلیک سره مخ کېږي.
د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمد نبي عمري وايي: « کوشش په دې باندې روان دی چې پر موږ بیا هم جګړه وتپل شي؛ یا د چا په اشارو او یا هم شیطاني غوښتنو له مخې بیا د جګړې اور بلولو هڅې کيږي. که خدای مه کړه داسې وشي، زموږ خلک به د خپل وطن، دین او ناموس دفاع داسې کوي لکه شل کاله یې چې د امریکایانو په مقابل کې وکړه او څوارلس کاله د روسانو په مقابل کې.»
نوموړي همداراز په خپلو څرګندونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړې ته په اشارې ویلي، خلک دې د اوسني نظام په خپلواکۍ باور ولري.
عمري د دې ترڅنګ د هغو هېوادوالو او تېر جمهوري نظام د چارواکو ستاینه وکړه چې د پاکستان پوځي رژیم سره د جګړې پر مهال یې له اسلامي امارت سره د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی و.
د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال په دې اړه وايي: « ځینې کسان چې اوس په بهر کې اوسېږي، خو کله چې تېرو ورځو کې شخړه رامنځته شوه، حمایت یې اعلان کړ او قربانۍ ته یې ځانونه چمتو کړل، موږ د دوی شکریه اداء کوو؛ دا که د تېر نظام خلک وو که د بل نظام. موږ په دې عقیده لرو که چېرې د افغانانو ضرورت شو یا د جګړې اړتیا شوه، بیا به هغه خلک هم راځی او د دې خاورې دفاع به په ګډه کوو.»
په ورته مهال، د خوست ځایي اوسیدونکي وایي، افغان ملت پرخپله خاوره د هر ډول تېري په مقابل کې د خپلو امنیتي سرتېرو سره یو ځای د خپلې خاورې ساتنې او دفاع ته چمتو دي.
د خوست اوسېدونکی محمد طایب وايي: « زموږ له خوا بس اقدام دی، حکومت چې څه امر کوي، موږ یې منو. د دې خاورې ستانه پر موږ فرض ده او موږ د افغانستان اختیار بل چا ته نه ورکوو.»
د خوست اوسېدونکی حاجي هېواد جان وايي: « موږ د خپلې خاورې دفاع ته چمتو یو. که څوک په دې خاوره تېری کوي، موږ له سره ورته تېر یو.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د وروستیو ناندریو په سر د مذاکراتو دویم پړاو د ترکیې په استانبول کې روان دی او وروستي خبرونه یې د بې پایلې درېدو ښکارندويي کوي.