Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روان کال لغمان کې د ۸۷ پروژو کارونه روان دي

روان کال لغمان کې د ۸۷ پروژو کارونه روان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/29

د لغمان ولایتي ادارې مسوولینو د یوه رسنیز کنفرانس پر مهال وویل چې روان کال په دې بریالي شوي چې د کال له پیله تر اوسه د حکومت او مرستندویه موسسو په مالي لګښت د ٢٨٧ میلیونه افغانیو او نږدې٣٢ میلیون ډالرو په لګښت ٨٧ پروژو چارې پیل کړې وې چې ځینې یې بشپړې شوې او ځینې یې لا تر کار لاندې دي.

د لغمان ولایت مرستیال محمد یوسف جمالزی وايي: « د روان کال په لومړیو دوو ربعو کې د ځینو موسسو له لارې هم ۶۴ بېلابېلې پروژې عملي شوې دي. په دې پروژو کې خلکو ته نغدې پيسې هم ورکړل شوې، سړکونه، واړه او لوی چک ډیمونه جوړ شوي، همدارنګه د اوبو زېرمې او داسې نورې لویې او کوچنۍ پروژې پلې شوې دي.»

مسوولینو د دې کنفرانس پرمهال دا هم زیاته کړې چې د کابل جلال اباد سړک د خوندیتوب او پر دې لاره د ټرافیکي پېښو د کمښت په موخه، د دې سړک د ترمیم چارې هم پیل شوې دي چې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د لغمان ولایت مرستیال په دې اړه وايي: « د کابل – جلال اباد عمومي سړک د ترمیم پروژه چې قرارداد یې په کابو ۱۰ میلیونه افغانیو شوی او چارې یې عملا ً پیل شوې دي. د کابل – جلال اباد سړک د خوندیتوب په موخه د فلزي کټارو جوړولو پروژه چې لس میلیونه افغانۍ پروژه ورته منظوره شوې او دا مهال د سروې او ډيزاین په پړاو کې ده.»

لغمان مېشتي په دې ولایت کې د دغو پروژو له پلي کېدو خوښ دي، خو د کرنې، مالدارۍ، ښاري پراختیا او بې کارۍ ختمولو په برخه کې د لا نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

د لغمان اوسېدونکی عبد الواحد وايي: « له دولت خوښ یم چې دا پروژې یې پيل کړې دي او باید نورې هم پيل کړی. په دې پروژو کې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»

د لغمان اوسېدونکی مالیار وايي: « موږ د ویالو جوړولو او هغو ځایونو کې د سړکونو غوښتنه کوو چې سړک نه لري. همدارنګه موږ د شاهي کانال په څېر نورو کانالونو ته اړتیا لرو، ترڅو مو ځمکې خړوبې شي.»

باید یاده شي چې د دې کنفرانس پرمهال مسوولینو لغمان کې د کډوالو ستونزو ته رسېدو په موخه دوی ته د سرپناه لپاره د یونیم زر استوګنیزو نمرو د ورکړې خبره هم وکړه چې نږدې وخت کې به په دې ولایت کې له کډوالۍ پر راستنو شویو کورنیو ووېشل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist