د بلخ ولایت د والي په مشرۍ یو پلاوی د ازبېکستان هېواد په رسمي بلنه د هغه هېواد ترمز ښار ته رسېدلی.
د بلخ والي د دې هېواد پنځم کنفرانس کې د ګډون په موخه سفر کړی، ترڅو د دې هېواد سرخان دریا له والي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پیاوړتیا، سرحدي سیمو کې د امنیت ټینګښت، افغان سوداګرو ته د وېزو اسانتیا برابرېدو او د هوایي شرکتونو له لارې بهر ته د افغاني تولیداتو لېږد په اړه بحث او خبرې وکړي.
د بلخ والي ویاند عطاءالله زید وايي: « د بلخ ولایت په ازبېکستان کې د بلخ او سرخان دریا ولایت ترمنځ د همکاریو کاري کمیسیون په پنځمه غونډه کې د ګډون وکړ. د همدې لپاره د بلخ والي محمد یوسف وفا په مشرۍ د بلخ ولایت د یو شمېر دولتی ادارو د چارواکو په ملتیا د ازبېکستان ترمز ښار ته سفر وکړ او د دې ولایت له والي او ځینو نورو چارواکو سره یې وکتل. په دې لیدنه کې پر علمي، فرهنګي، کلتوري، امنیتي تجارتي، زراعتي، دوه اړخیزې سوداګرۍ د پياوړتیا او دغه راز د ازبېکستان له خوا افغانانو او په ځانګړې توګه سوداګرو ته د وېزو ورکولو، د هوايي شرکتونو له لارې نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو، د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو ډېرولو، په سرحدي سیمو کې د امنیت پر ټینګښت او ډېپلوماټیکو مسایلو خبرې وشوې.»
که څه هم ازبېکستان په تېرو څه باندې څلور کلونو کې په هر ډول شرایطو کې د افغانستان ښه ګاونډی ثابت شوی، خو دا ډول دوه اړخیزې ناستې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.
د چارو یو شمېر شنونکي د ازبېکستان هېواد په رسمي بلنه د بلخ والي سفر له ډېپلوماټیک پلوه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي برخو امنیت ټینګښت او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پردیو لاسوهنې مخنیوي کې هم مهم بولي.
د سیاسي چارو کارپوه سید محمود نوري وايي: « دا سفر د دې سبب کېږي چې موږ له ازبېکستان سره سیاسي تعلقاتو ته وده ورکړو او د ګډو ګټو اړوند مسایل وپالو. د بلخ والي یوه غوښتنه دا وه چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې چې د ازبېکستان له ختلان ولایت سره سرحد لري، باید یو ګډ بازار او بندر جوړ شي.»
سوداګر وايي، د بلخ والي سفر له سیاسي او امنیتي مسایلو سربېره، د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا کې هم مثبت رول لرلی شي. د دوی په خبره، د ازبېکستان هېواد له لارې د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی.
افغان سوداګرعصمت الله اسحق زی وايي: « دې سفر پر بازار او کاوبار ډېر اغېز کړی. خلک په تمه دي چې نږدې وخت کې به د ازبېکستان هېواد وېزې اسانه او ټرانزیټي راکړه ورکړه به هم ډېره شي.»
سوداګر حیات الله امیري وايي: « دا ډول سفرونه چې هر هېواد ته کېږي، ښې لاسته راوړنې لري. دا ډول سفرونه پر اړیکو او تجارت مثبت اغېز لري، خلکو او سوداګرو ته نوي امېدونه پیدا کېږي.»
پر افغان خاوره د پاکستاني رژیم له یرغل وروسته د هر اړخیزو همکاریو او په تړاو یې یو شمېر هېوادونو ته د اسلامي امارت چارواکو سفرونه زیات شوي چې تر ډېره یې پایلې ګټور بلل شوې دي.