Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترکیه کې د پخوانیو سیاسي فعالانو ناسته؛ د ګډونوالو غوښتنې څه وې؟

د استانبول مذاکرات پایلې ته له رسېدو پرته درېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/29

د پاکستان پوځي رژیم له لوري په متواتره توګه د افغانستان حريم له نقض وروسته، د اسلامي امارت ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر پوستو انتقامي بریدونه وکړل، خو برعکس پاکستان د کابل په زړه کې پر ملکي تأسیساتو هوايي بمبار وکړ چې ورسره د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.

د نښتو او ستونزو د ډېرېدو مخنیوي لپاره قطر او ترکیه منځګړیتوب ته اړ شول او د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۹مه په دوحې کې د دواړو خواوو ترمنځ لومړني مذاکرات ترسره شول چې په کې پر اوربند موافقه وشوه.

له دې موافقې یوه اوونۍ وروسته د ترکیې په استانبول کې د مکانېزمونو د تطبیق او د یو بل غوښتنو او اندېښنو ته د رسېدو په موخه بله ناسته ترسره شوه او پر یو شمېر مواردو د پرمختګونو خبرې وشوې؛ خو له درېیو ورځو پرله پسې بحثونو وروسته کومې ښکاره پایلې ته له رسېدو پرته یې د پای ته رسېدو خبرونه خپاره شول.

د کره سرچینو په حواله، د پاکستان پوځي رژیم مذاکراتي ټیم چې مشري یې جنرال شهاب اسلم کوي، د مذاکراتو پر مهال څو څو ځله غير اصولي چلن کړی او د زور له ادرسه یې غوښتي چې پر افغان لوري هغه څه ومني چې ورپورې اړه نه لري.

سرچينو زیاته کړې، مقابل لوري له افغان مذاکراتي ټيم غوښتي چې د پاکستان ضد ټولې وسله ‌والې ډلې د کنټرول لپاره افغانستان ته ور وغواړي.

سرچینه زیاتوي: « د پاکستاني ټيم مشر چې خورا بد چلن انسان دی، له افغان لوري غوښتنه کوي چې تاسو ټول هغه ګروپونه افغانستان ته در وغواړی او کنټرول یې کړی چې په پاکستان کې بریدونه کوي.»

سرچینه دغه راز وايي، د مقابل لوري بله غوښتنه دا وه چې که د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي‌ټي‌پي) په پاکستان بریدونه کوي، غچ به یې له افغانستانه اخیستل کېږي او کابل اړ دی چې د هغو ډلو د کنټرول تضمین ورکړي چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو کله چې افغان لوري د پاکستان له هوايي حریم څخه په استفادې د افغانستان حريم ته د امریکايي ډرون الوتکو د ننوتو د مخنيوي او د داعش ډلې د مهارولو غوښتنه وکړه، پاکستاني پلاوي که څه هم سرکې یې دا ومنله، خو له اسلام‌اباد سره له اړیکو وروسته له خپلې کړې ژمنې په شا او تضمين يې ور نه کړ.

سرچینه په دې اړه وايي: « پاکستانی اړخ هم باید تضمین ورکړي چې نه به په خپله پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقضوي او نه به هغو امریکايي ډرون الوتکو ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له خاورې او فضا څخه په استفاده راځي او د افغانستان حریم نقضوي. همدا ډول داعش پدیده به هم د پاکستان له خاورې په استفادې په افغانستان کې بریدونه نه کوي. پاکستاني پلاوي په لومړی سر کې خبره ومنله، خو لږ وروسته ټیلفون ورته راغی چې کله له ټیلفون څخه بېرته مجلس ته راغلل، له خپلې خبرې پر شا شول او ويې ویل، پاکستان نه شي کولی د امریکا د ډرون مخه ونیسي او یا د داعش تضمین ورکړي.»

سرچینه دا هم وايي چې پاکستان لوري نه یوازې د افغانستان هوايي حریم نقض په تړاو مطرح شوې اندېښنې بابېزه ګڼلې بلکې افغان لوری یې له مطرح کولو راګرځاوه او ويل يې چې د امریکا ډرون الوتکې د افغانستان حریم ته له ننوتو ځکه نه شي راګرځولی چې دوی له امریکا سره په ادې برخه کې تړون لري. د سرچينېو په خبره، دې او ورته ناسنجیده عمل او غوښتنې په مذاکراتو کې حاضر ترکي منځګړي هم متعجب کړل.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا چې دوی ظاهرا ً په مذاکراتو کې کېناستل او غوښتل یې خپلې ګټې خوندي کړي، دا چې ډیورنډ کرښه د سرحد په توګه وپېژندل شي، له هند سره اړیکې پرې شي، د دوی غوښتنې ومنل شي او په افغانستان کې لا ډېر واک ورکړل شي؛ نو دا چې د دې غوښتنو د منل کېدو امکانات نه وو، دوی هم مذاکرات پرېښودل؛ یا هم کېدای شي له غرب څخه لارښوونه ورته شوې وي چې مذاکره او شرطونه ونه منی، ځکه د هغوی پروژه دا ده چې دلته بې نظمي او بې ثباتي راولي.»

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې لاهم په بشپړ ډول پای ته نه دي رسېدلې او د وروستي ځل لپاره د مذاکراتو د بیا پيل چانس لا شته دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist