په تېلو بار د اورګاډي ۲۰ واګونه د لومړي ځل لپاره له ایران څخه د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د دې ولایت روزنک تم ځای ته را ورسېدل.
سوداګر وایي، په پام کې ده د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۰۰ واګونه ډیزل تېل له دې لارې هېواد ته وارد شي.
د نفتي توکو سوداګر عبیدالله نوري وايي: « دا ټول ۲۰۰ واګونونه دي چې موږ یې قرارداد کړی او په نږدې وخت کې به هېواد ته راځي. شل واګونونه نن راغل، شل نور به د دوشنبې په ورځ راشي او همداسې به ادامه ولري. موږ امېد لرو چې د دغو تېلو په راتګ سره به بازار راکښته شي. د دې شلو واګونونو په رسېدو سره د یو ټن تېلو بازار۵۰ ډالره ښکته شوی.»
په ورته مهال، هرات کې د نفت او ګازو دولتي شرکت مسوولین وایي، له دې لارې د تېلو وارداتو پیل سره به بازار کې د هر ټن تېلو په بیو کې له دېرش تر څلوېښت ډالرو کمښت راشي.
هرات کې د نفت او ګازو دولتي شرکت رییس حفیظ الله عاصم وايي: « د خوښۍ ځای دی چې په لومړي ځل د هرات – خواف رېل کرښې له لارې هم تېل هېواد ته راځي. په دې سره یوازې له تېرې ورځې راهیسې له ۳۰ تر ۴۰ ډالرو بیې ټیټې شوې دي. موږ ډاډمن یو چې که له دې لارې واردات ادامه ولري، د نفتي توکو او ګازو بیې به نورې هم راښکته شي.»
بله خوا، د هرات ځایی مسوولین هم د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد رالېږد، بندرونو کې د ستونزو کمښت، د لګښتونو کموالي او پر وخت د توکو انتقال په برخه کې اغېزناک ګڼي او له سوداګرو غواړي چې له دې لارې خپل انتقالات زیات کړي.
د هرات صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي: « زموږ تاسو نور واردات او صادرات هم باید د رېل کرښو له لارې وشي، ترڅو له هغو ستونزو خلاص شو چې د موټرو په برخه کې موږ ورسره مخ یو. د رېل ګاډي کرښې له موږ سره په ډېرو اداري او ټرانسپورټي برخو کې مرسته کولی شي.»
د مسوولینو معلومات ښیي چې هره ورځ له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ ټنو تېل د اسلام کلا او ۱۸۰۰ ټنه تېل د تورغونډۍ بندر له لارې هېواد ته واردېږي.