د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور په مشارکت تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ تازه ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.
دا مارکېټ د ۲۴۷ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د ۲۰۰ هټیو په درلودلو سره د ۷ کالو په موده کې پر څه باندې ۳ جریبه ځمکه جوړ شوی. مسوولین یې موخه د ښاري نظم رامنځته کول، د سړکونو له څنډو د غیرمنظمو کاروباریانو لېږدول او ښاري ښکلا بولي.
د مزارشريف ښاروالۍ سکټوري رییس محمد جاوېد مایار وايي: « د خصوصي سکټور له خوا یې د ۲۴۷ میلیونه افغانیو په پانګونې سره کارونه په لوړ کیفیت پای ته رسېدلي. تاسو ګورئ چې د پارکېنګ په ګډون په کې هر ډول سهولتونه په پام کې نیول شوي دي.»
په ورته مهال، د قراردادي شرکت مسوولین وايي، دا مارکېټ یې له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ کړی او د زلزلو او هر ډول طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت لري.
د قرار دادي شرکت مسوول حاجي ميرويس وايي: « د دې مارکېټ په طرحه او ډیزاین ډېر کار شوی او ټول معیارونه په کې پام کې نیول شوي. دا مارکېټ د زلزلې او نورو طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت لري او تمه لرو چې د مزارشریف ښار په کچه یو له معیاري مارکېټونو څخه وي.»
یو شمېر هټۍ وال بیا د دې مارکېټ پر جوړېدو خوښ دي او زیاتوي، دا ډول معیاري مارکېټونه د ښاري ګڼه ګوڼې له کموالو سربېره، خلکو ته د خوندي کاروبار چاپېریال هم برابروي. هټۍ وال دا ډول پروژې د ښاري پرمختګ په برخه کې اغېزناک ګام ګڼي او له چارواکو غواړي چې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
هټۍ وال نازک میر حضرتي وايي: « که دا ډول مارکېټونه نور هم جوړ شي، د ښار پرمخ به ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي، پلورونکي او پېرودونکي به هم خوندي او له ډاډمنې فضا برخمن شي.»
هټۍ وال ذوبید رسولي وايي: « تر ځمکې لاندې مارکېټونه د هغې ګڼه ګوڼې مخه نیسي چې د ښار پرمخ موجود دي. ښاروالي تل هغه غورفې او دوکانونه ټولوي چې د ښار په واټونو او پلو لارو کې جوړ شوي وي. دغه کسان کولی شي دلته دوکانونه ونیسي، ترڅو هم دوی خوندي شي او هم پېرودونکي.»
باختر، بلخ بازار، سټي واک او مزار مال په مزار شریف ښار کې تر ځمکې لاندې هغه څلور لوی سوداګریز مارکېټونه دي چې له جوړېدو سره یې د ښار ګڼه ګوڼه ډېره کمه شوې ده.