د خوست مرکز اړوند شمل پيرانو سيمه کې د ۴۱۶ مترو په اوږدوالي د يوه استنادي ديوال، د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي د اوبو سربند او د ۵۵۰ مترو په اوږدوالي د يو کانال جوړولو پروژې چارې پيل شوې.
چارواکي وايي، پر دې پروژې شاوخوا ۲۲۹ زره امریکایي ډالر لګښت راځي او چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
د چارواکو په خبره، دا پروژه چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ پلې کېږي، په بشپړېدو سره به يې شاوخوا ۱۲ زره جرېبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.
د خوست اوبو او انرژۍ رییس عبدالقیوم ثابت وايي: « تېر کال مو لس کارېزونه ترمیم کړل او سږ کال هم د لسو نورو کارېزونو ترمیم روان دی. همدارنګه ډیورنډ کرښې ته نږدې ۲۳ پروژو باندې هم کار روان دی. په راتلونکي کې د خوست لپاره د زمبر اوبو بند پروژه ده چې تخنیکي مطالعات یې شوي او په ډیزاین یې کار روان دی.»
د سيمې اوسېدونکي وايي، د دې رغنيزې پرژوې په بشپړېدو سره به هغه کرنيزې ځمکې چې د اوبو نه شتوالي له امله دا مهال شاړې دي، بېرته په حاصل خېزو ځمکو بدلې شي.
دوی د کرنې د پياوړتيا او اوبو د مهارولو په برخه کې د ورته نورو پروژو پلي کولو غوښتنه کوي.
د خوست مرکز اوسېدونکی انجینر ګل بادشاه وايي: « موږ د سیند په غاړه له تندې مړه کېدلو، اوس چې دا سربند جوړېږي، نو موږ ته به د سېلاب اوبه زېرمه کړي او زموږ فصلونه به اوبه کړي. دا کار به د غذايي موادو د تولید او کروندګرو لپاره د ښو حاصلاتو چانس وي.»
د خوست اوسېدونکی محمد کاظم شاه وايي: « اوس موږ ته ۵۰۰ متره ویاله جوړېږي، خو موږ د اوبو او انرژۍ له وزارت او اړوند موسسې غواړو چې ټوله ۴ کیلومټره سروې شوې ویاله جوړه کړي.»
د خوست اوسېدونکی حاجي احمد ګل وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې کارونه معیاري وشي، داسې نه شي لکه دا ځینې بندونه چې ډېر ژر ونړېدل.»
خوست کې د اوبو مهارولو او کرنیزې ودې لپاره دا پروژه داسې مهال پیل کېږي چې ځایي مسوولین وایي تر دې مهاله د ولایت په کچه یاده برخه کې نږدې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ د بېلابېلو پروژو پر پلي کولو لګول شوې او هڅه کېږي چې په خوست کې د اوبو لویو بندونو جوړولو ته هم امکانات برابر شي.