پر ډیورنډ فرضي کرښه له څو ورځو نښتو وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د پاکستاني پوځي رژیم له خوا د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ تړلې شوې دي، خو یوازې د سپین بولدک لار تېره اوونۍ د افغان کډوالو پر مخ خلاصه شوه.
پاکستان یوازې د سپین بولدک – چمن له لارې افغان کډوالو ته د راستنېدو اجازه ورکوي، خو پر دې لار د راستنېدونکو د زیاتوالي له امله د را اوښتو پر مهال ګڼه ګوڼه زیاته شوې او هره کورنۍ لږ تر لږه د یوې اوونۍ موده کې له فرضي کرښې دې غاړې ته را اوړي.
چمن ښارګوټي کې ایسار پاتې افغان کډوال وايي، د پاکستان حکومت له خوا د ځنډنی ثبت پروسي له امله اړ دي چې چمن کمپ کې څو شپي تېرې کړي، خو کمپ کې هېچ ډول انساني امکانات نه شته او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دوی په خبره، ان د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسۍ نه لري او هم د شپې په سړه هوا کې ناروغان او ماشومان له سخت حالت سره مخ دي.
چمن کې بند پاتې یو افغان کډوال وايي: « له درېيو زرو زیاتې کورنۍ په چمن کمپ کې پرتې دي او افغانستان ته د اوښتو شېبې شماري. هېڅ ډول سهولت او د ژوند تېرولو امکانات نه شته.»
په چمن کمپ کې یو بل افغان کډوال وايي: « یو شی والله که وي، تاسو یې وینئ چې نه اوبه شته او نه خوراکي توکي؛ بس سپرې خاورې او ساړه دي.»
چمن کمپ کې پروت یو بل افغان کډوال وايي: «هېڅ شي ته لاسرسی نه لرو، که دا د چمن ولس اوبه او خواړه را ونه رسوي، خلک به لوږې او تندې سره مخ شي.»
په ورته مهال، د چمن ځايي اوسېدونکي او چمن پرلټ غړي هره ورځ دغو راستنېدونکو افغانانو ته خواړه، اوبه، درمل او د استوګنې ځایونه برابروي.
د چمن پرلټ غړي وايي، هلته افغان کډوال له زیاتو ستونزو سره مخ دي او له ځايې خلکو پرته يې مسوولې ادارې ستونزو ته پام نه کوي.
د چمن پرلټ ویاند صادق خان اڅکزی وايي: « زما پوښتنه دا ده چې دا خلک ولې ۴ ورځې درول کېږي، هغه هم په داسې کمپ کې چې هېڅ ډول امکانات نه لري. دا خلک یوازې د پیسو اخیستلو لپاره ساتل کېږي، پولیس او مېلشه یې مجبوروي چې پيسې ورکړي.»
د چمن پرلټ غړی منډولی خان وايي: « دلته که څو څلور یا پنځه ورځې پاتې کېږي یا نور کسان راځي، د دوی د خوراک او څښاک لپاره د حکومت له خوا هېڅ هم نه شته بلکې د چمن ولس له خوا تیارېږي. بله خبره دا ده چې دلته هېڅ ډول امکانات نه شته بلکې په وچ ډاګ شپې تېروي.»
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځي رژیم له افغان کډوالو سره د چلن پرمهال د کډوالۍ نړیوال سازمان او ګاونډیټوب اصول تر پښو لاندې کوي بلکې دې هېواد کې دېره افغان کډوالو کورونه يې لوټ کړي او له ډېرو یې شتمنۍ، د کور وسایل او نغدي پيسې هم ګرځولي دي.