Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رحمان: د تاجیکستان او منځنۍ اسيا ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی

رحمان: د تاجیکستان او منځنۍ اسيا ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/26

د تاجیکستان ولسمشر د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو په کنفرانس کې چې د دې هېواد په پلازمېنه دوشنبې کې ترسره شوی، خبرې کړې.

نوموړي د منځنۍ اسيا او سيمې هېوادونو ثبات د افغانستان په ثبات کې نغښتی ياد کړی او له همدې کبله يې د افغانستان ثبات حياتي ګڼلی.

امام علي رحمان د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو سازمان غړو هېوادونو له لوري د لوېديځو پولو امنيت په اړه اندېښنو ته هم اشاره کړې او ورته د رسېدنې لپاره يې وړانديز کړی چې د ګواښ کمولو لپاره دې د يادو هېوادونو ترمنځ استخباراتي همکارۍ او همغږي زياته شي.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي: « په افغانستان کې بې‌ ثباتي د هېڅ هېواد په ځانګړي ډول د ګاونډیانو په ګټه نه ده او موږ په نړیوال تروریزم، افراطیت، بنسټ پالنې، سازمان شویو نړيوالو جرمونو، نشه‌يي توکو او وسلو قاچاق او سایبري جرمونو سره په تړلو خطرونو کې زیاتوالی وینو. د لومړیتوب په توګه د معلوماتو په ساحه کې د تاوتریخوالي او افراطیت ایډیالوژۍ له خپرېدو سره مبارزه، د نشه‌يي توکو او غیرقانوني وسلو له قاچاق سره د مبارزې لپاره د اقداماتو پیاوړتیا هم شامله ده.»

شنونکي دې ته په پام د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړيکې تاريخي بولي او په خبره یې، وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاویو راشه درشه د دې ښکارندوي کوي چې دا اړيکې تر بل هر وخت ښې شوې دي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « له تاجیکستان سره مجالس زیات شوي او دا یو ښه ډاډ او پرمختګ دی. له دې لارې موږ کولی شو نه یوازې د تاجیکستان امنیت ښه کړو بلکې د افغانستان امنیت هم خوندي کړو. ماته ښکاري په دوه اړخیزو مکانیزمونو باندې کار کول، د سوداګرۍ زیاتوالی، د ولسونو تګ راتګ کولی شي له دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي چې سولې او ټیکاو ته مخه کړي.»      

ځينې نور شنونکي بیا وایي، اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې تاجیکستان په کابل کې خپل سفارت پرانیزي او خپلې ستونزې او اندېښنې له اوسني حکومت سره د سفارت په وسيله د خبرو له لارې حل کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی  سمیر انګار وايي: « د افغانستان او تاجیکستان اړیکې هغه وخت پیاوړې کېدای شی چې تاجیکستان سفارت اسلامي امارت ته ورسپاري، په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې اسلامي امارت سره نږدې همکاري وکړي.»

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د روسیې له خوا پر دوی فشار دی او دېته مجبوره شوي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې ټینګې کړي. دوی په دې بهانه چې غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره مثبت اړیکې ولري، ورته ویل شوي چې د خپل امنیت په اندازه د نورو هېوادونو د امنیت لپاره هم هڅې وکړي.»

که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو څه نه وایي، خو وړاندې يې له تاجیکستان سره د افغانستان اړیکې مثبتې بللې وې او ډاډ يې ورکړی و چې له دې هېواد سره هېڅ ډول ستونزه نه ‌شته.

د تاجیکستان ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د بلخ والي محمد یوسف وفا په مشرۍ یو پلاوي تاجیکستان تللی و او هلته یې له تاجیک چارواکو سره پر شريکو موضوعاتو خبرې وکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist