Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ولس غوښتنه: حکومت دې پر کونړ سيند د بند جوړولو چارې ژر پيل کړي

د ولس غوښتنه: حکومت دې پر کونړ سيند د بند جوړولو چارې ژر پيل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/26

د کونړ مست او څپاند سیند له لسیزو راهیسې د هېڅ په بدل کې پاکستان ته بهېږي. تازه حکومت پرېکړه کړې چې پر دې سيند به د خلکو له غوښتنې سره سم، د برېښنا توليدولو او اوبو مهارولو بند جوړوي.

عام خلک د دې پرېکړې هرکلی کوي او غوښتنه یې دا ده چې د دې بند تخنيکي او نورې عملي چارې ژر پيل کړي. دوی وايي، د کونړ سيند د اوبو مهارولو لپاره په داوطلبانه توګه مالي مرستې ته هم چمتو دي.

د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: « دا ډېره ښه خبره ده او که جوړ شي، د افغانستان لپاره ډېره ستره آبادي ده. اوس مهال افغانستان له هرڅه زیات اوبو ته اړتیا لري.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: « دا یوازې زما نه بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې د کونړ اوبه باید مهار شي، ځکه زموږ ځمکې او کرنه اوبو ته اړتیا لري. د افغانستان ټول ولس دېته چمتو دی چې له حکومت سره مرسته وکړي.»

د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: « کونړ سیند د افغانستان لپاره ډېر مهم دی. که په دې بند د برېښنا بندونه جوړ شي او اوبه یې له پاکستان را وګرځول شي، افغانستان کې به ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. له دې بند سره به کرنه وده وکړي، برېښنا کوټونه به جوړ شي او ډېرې کارخانې او فابریکې به نورې هم جوړې شي.»

شنونکي هم په کونړ سيند د بند جوړولو پروژه د انرژۍ توليد او د کرنې د ودې لپاره حياتي بولي او ډاډ ورکوي چې د بند د چارو په بشپړېدو سره به افغانستان د انرژۍ او کرنيزو محصولاتو د توليدو په برخه کې پر ځان بسيا شي.

د اقتصادي چارو شنونکی  نورالله عزیز وايي: « پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړول هغه څه دي چې کولی شي په پراخه پیمانه په افغانستان کې د برېښنا کمبود له منځه یوسي؛ ځکه دا بند یا بندونه دومره ظرفیت لري چې نه یوازې د افغانستان د برېښنا اړتیا ورپوره کوي بلکې د برېښنا صادراتو ته به هم زمینه برابره کړي.»

د اوبو او انرژۍ وزير هم څو مياشتې وړاندې پر کونړ سيند د بند جوړولو خبره شمشاد ته په يوه مرکه کې کړې وه او دا يې هم ويلي و چې د حکومت مشرتابه هم د دې پروژې تطبيق ته په جديت سره لېوال دی.

د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وايي: « موږ اتبدايي مطالعات او سروې ګانې ترسره کړې دي او هلته موږ دوه بندونه جوړ کړي هم دي، خو د ډېرو نورو بندونو جوړولو امکانات هم شته. دا کولی شي تر ۱۲ سوه مېګاواټو پورې برېښنا تولید کړي. کله چې زه دې وزارت ته راغلم، له دوو بهرنیو کمپیونو سره ډېر مخته لاړو او سفرونه وشول. موږ اوس هم هیله لرو؛ په دې برخه کې یو زموږ د اوبو او انرژۍ وزارت عزم او د اسلامي امارت غوښتنه ده چې پوره عزم او اداره شته ده او بله دا چې دا بندونه ډېره پانګه غواړي.»

په خواله رسنیو کې هم د اوبو او انرژۍ وزیر ته منسوب یو غږیز کلیپ لاس په لاس کېږي چې په کې د کونړ پر سيند د بند جوړولو لپاره د حکومت کلک هوډ او له ځينو شرکتونو سره په دې اړه د خبرو يادونه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist