Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترکیه کې د پخوانیو سیاسي فعالانو ناسته؛ د ګډونوالو غوښتنې څه وې؟

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړې په تړاو دویمه ناسته ترکیه ترسره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/26

د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هغو مذاکراتو دویم پړاو ترسره شو چې تېره اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د يوې موافقې په لاسلیک کولو پای ته ورسېدل.

په دې تازه خبرو اترو کې د دوحې مذاکراتو په تسلسل د دواړو لورو ترمنځ پر ځينو امنیتي، اقتصادي او تخنیکي مکانېزمونو خبرې کېږي.

د حکومت وياند وايي، د دې مذاکراتو پرمخ وړلو لپاره د کورنيو چارو وزارت مرستيال حاجي نجيب په مشرۍ پلاوی استانبول ته رسېدلی او له پاکستاني پلاوي سره به پر هغو مسايلو بحث وکړي چې د يادو مذاکراتو د لومړي پړاوو په موافقه کې شامل نه دي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي: « د اسلامي امارت له خوا له پاکستاني اړخ سره د څو ورځې وړاندې دوحې توافقنامې په تعقیب د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي نجیب په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته تللی. په دې ناسته کې به د پاتې مسايلو په اړه خبرې کېږي.»

پاکستان بيا د قطر او ترکيې په منځګړيتوب د لومړي پړاو مذاکراتو په نتيجه کې د موافقې ترلاسه کېدو د هرکلي ترڅنګ تمه ښودلې چې له تازه خبرو اترو به د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د امنيتي اندېښنو مخنيوي يو مکانېزم ترلاسه شي، خو استانبول ته يې د خپل لېږلي پلاوي د ترکيب په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر حسن اندرابي وايي: « موږ د اکټوبر په ۲۵مه د ترکيې په استانبول کې د يوه روڼ، باوري او اغېزناک مکانېزم لپاره سترګې په لاره يوو. داسې مکانېزم چې له افغانستان څخه پاکستان ته  د ترهګرۍ او د پاکستاني وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوی وکړي.»

بله خوا، د سيمه ‌ييز وضعيت څارونکي د پاکستان پوځي رژيم تجربه شويو پاليسيو او تعامل ته په اشارې، دغه رژيم په خپلو ژمنو کې ثابت نه ګڼي او له حکومت غواړي چې د اړيکو په ساتلو کې ورسره محتاطانه چلن وکړي.

د سياسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: « په پاکستان باور کول لویه او تاریخي تېروتنه ده، ځکه چې وايي د ازمویل شوي بیا ازمویل تېروتنه ده. په تېرو څو لسیزو کې د ترکیې د دې غونډې په څېر ګڼې غونډې د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو په منځګړیتوب ترسره شوې، خو افغانستان ته یې هېڅ مثبته لاسته راوړنه نه لرله.»

د اکټوبر په ۱۹مه د افغانستان په استازيتوب د ملي دفاع وزير محمد يعقوب مجاهد د پاکستان پوځي رژيم له دفاع وزیر خواجه اصف سره د وروستيو ترينګلتياوو او نښتو په اړه په دوحه کې د سم‌لاسي اوربند موافقه وکړه چې په تعقيب  يې د اکټوبر په ۲۵مه د دوه اړخيزو مطرح شويو مسايلو د شننې لپاره پلاوي په نوي ترکيب سره په استانبول کې راغونډ شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist