په خوست او ګاونډیو ولایتونو کې د لوړ ولور اخیستل له پخوا راهیسې د داسې یوه دود په ډول پاتې دي چې له امله ډېرې کورنۍ د خپلو ځوانانو ودونه نه شي کولی او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د خوست ولایت صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ دیني عالمان او قومي مشران وایي، لوړ ولور نه یوازې د اسلام له لارښوونو سره سمون نه لري بلکې د فقر، بېوزلۍ او د کورنیو ترمنځ د شخړو لامل ګرځي او دوی هڅه کوي چې ترممکنه حده د ولسي پرېکړو په مرسته په یاده برخه کې خلک له دې ناوړه رواجونو را وګرځوي.
دیني عالم نایپس الدین سعدي وايي: « دا چې نن سفر مهر یا ولور لوړې اندازې ته رسېدلی و او په خلکو یې بده اغېزه کړې وه او له امله یې زموږ ځوانان ډېر خوار او زار و، نو د اسلامي له غوښتنې سره څنګ کې به دا بهیر بریالیتوب ته رسوو.»
قومي مشر حفیظ الله صبری وايي: « د دې ولور د پوره کولو لپاره زموږ اکثریت ځوانان په بهرنیو ملکونو کې دي. د دې پوره کول هېڅ امکان نه لري، حتا د یوه غریب کس لپاره هم له ۲۰ تر ۲۵ لکه افغانیو کم نه وي. که څه هم زموږ ټاکلې اندازه یعنې ۴ لکه افغانۍ هم کمې نه دي، خو تر پخوا ښې کمې دي.»
د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره، د لوړ ولور له امله شاوخوا ۷۰ سلنه ځوانان د واده لګښت نه شي پوره کولی. دوی له چارواکو، دیني عالمانو او مشرانو غواړي چې د ښځو د روا حقونو ترڅنګ، د نورو ټولنیزو اصلاحاتو لپاره هم ګډ کار وکړي.
د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي حکمتي وايي: « زموږ اکثریت ځوانان یا ۷۵ سلنه ځوانان له ۳۵ تر ۳۸ کلنۍ کې واده کوي، ځکه د ولور اندازه له ۱۰ تر ۱۸ لکو پورې رسېږي.»
د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اوسېدونکی مظلوم یار صبری وايي: « دا لوړ ولور سبب شوی و چې زموږ ګل ګل ځوانان خپلې ځوانۍ په پردیو وطنونو کې تېرې کړي، زموږ خویندې په کورونو زړې شوې.»
قومي مشر حاجي سمیع الله وايي: « موږ له خپلو چارواکو، علمای کرامو، مشرانو او ځوانانو څخه غوښتنه ده چې د پرېکړې په عملي کولو کې له موږ سره همکاري وکړي.»
په ورته مهال، ځایي مسوولان بیا د اسلامي شریعت په رڼا کې د دا ډول ولسي پرېکړو د هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي چې خلک دې د اسلامي امارت د هغه فرمان پلي کولو کې مرسته وکړي چې د ښځو د حقونو او کورنیو د اصلاح په تړاو خپور شوی.
خوست والي عبدالله مختار وايي: «… موږ تاسو ښځې ته د میراث حق نه ورکوو، د خپلو خویندو او لوڼو مهر په جېب کې اچوو. دغه راز له ښځو سره زموږ په ولس کې له ښځو سره ډېر ناروا دودونه موجود دي.»
دا یوازې د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اوسېدونکي نه دي چې لوړ ولور په کې له کالونو راهیسې د رواج ځای نیولی بلکې د خلکو په خبره په نورو ولسوالیو او یو شمېر ولایتونو کې هم دغه ستونزه شته چې اوس مهال د اسلامي امارت د مشرتابه له ځانګړي فرمان وروسته يې د اصلاح هڅې پیل شوې دي.