په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پوليسو چلن له ستختېدو سره هم مهاله، په خواله رسنيو کې داسې وېډيوګانې لاس په لاس کېږي چې په کې ښکاري له افغانانو سره ناسم چلن، د پوليسو له لوري د کورونو تلاشي، خپلسرې نيونې او جبري اخراج وروستي حد ته رسېدلي.
په دې وروستیو کې له پاکستانه یو شمېر راستانه شوي کډوال شکايت کوي چې د پوليسو له لوري ورسره چلن د اسلامي او انساني اصولو برعکس په مراتبو سخت شوی او ان تر دې چې د کورونو پر تلاشي کېدو سربېره، ښځې او ماشومان هم په خپلسري توګه نيول کېږي.
دوی د نړيوالو سازمانونو له لوري د خپلو ستونزو د حل لپاره پر پاکستان د فشار زياتولو غوښتنه کوي.
په پاکستان کې مېشت کډوال شاهزاده افغان وايي: « دلته هر افغان په ستونزو کې دی، نارینه، ښځې او ماشومان له ډېر بد حالت سره مخ دي. له یوه اسلامي هېواد څخه دا توقع نه کېده؛ پاکستان نه یوازې د افغانانو مرسته او ملاتړ نه کوي بلکې غیر انساني چلن ورسره کوي.»
بله خوا، خواله رسنيو کې خپرې شوې وېډيوګانې دا هم ښکاره کوي چې په تېرو څو ورځو کې يو شمېر افغانان د پوليسو له لوري نيول شوي، زندانونو ته اچول شوي او تر اوسه هېواد ته د ستنېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پاکستان کې د کډوالو د اوسني وضعيت په اړه څه نه وايي، خو دا مني چې د تلې مياشت کې پاکستان شاوخوا ۲۷زره کورنۍ په جبر او داوطلبه توګه راستنې کړې دي او د نړيوالو سازمانونو له لوري ورسره ۳سوه ميليون افغانۍ نغدي مرستې هم شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني وايي: « په دې سره د ټولو راستنېدونکو تعداد ۲۰۷ زره ۸۴۰ تنو ته رسېدلی. له دغو راستنو شویو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري د یو لړ بېړنیو مرستو سربېره، څه د پاسه ۳۰۰ میلیونه افغان نغدي مرسته وېشل شوې او د ټرانسپورټ په برابرولو سره په باعزته توګه خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.»
د کډوالو د حقونو مدافعان بيا له پاکستانه د کډوالو د اخراج زياتېدو او د ژمي رانږدې کېدو ته په اشارې، راستنېدونکو ته له نړيوالو سازمانونو د لازمو اسانتياوو برابرولو غوښتنه کوي.
د کډوالو د حقونو مدافع علي رضا کريمي وايي: « دغه وضعیت بېړني اقدام او د نړیوالې ټولنې همغږۍ ته اړتیا لري. نړیوال بنسټونه او مرستندویه ادارې باید د خپلو بشري مرستو په زیاتولو سره کډوالو ته د سرپناه، خوراکي توکو او نورو اړینو وسایلو له چمتو کولو سره همکاري وکړي، ترڅو افغانستان کې د یوه انساني بحران له پېښېدو مخه ونیول شي. اخلاقي او انساني مسوولیت ایجابوي چې دغه بنسټونه د کډوالو له جبري اخراج مخه ونیسي او د هغوی داوطلبانه بېرته راتګ ته زمینه برابره کړي.»
له دې وړاندې، پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ويلي وو چې د پاکستان حکومت په ۴۰ کمپونو کې مېشتو افغان کډوالو ته د کمپونو خالي کولو امر کړی. دا هغه کمپونه دي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري افغان کډوالو ته ځانګړي شوي وو.