شاوخوا دوه ټنه نشه یي توکي او الکولي مشروبات د تېر یوه کال موده کې د کندز امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزي مدیریت د منسوبینو له له خوا کشف شوي دي.
په دغو موادو کې ۴۲ کیلوګرامه هیرویین، ۱۱۰ کیلو ګرامه چرس، ۱۲۴۶ کلیوګرامه تریاک، ۹۵ کیلو ګرامه شیشه، ۲۵ زره قرص ټابلیټ کا، ۴۵۹ لېټره الکولي څښاک او۱۵۰ کیلو ګرامه کیمیاوي مواد شامل دي.
د کندوز امنیه قومندان مطیع الله سیف الله وايي: « په تېر یوه کال کې څه باندې دوه ټنه مختلف النوع نشه يي توکي چې په کې چرس، پوډر، تریاک، شراب، کرسټال، ښيښه او نور شامل دي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت له خوا نیول شوي او نن دا دی وسوځول شول.»
د کندوز امنیه قومندان ولسونو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي او وایي، هېچاته به اجازه ورنه کړي چې د نشه یي توکو پېر، پلوراو کاروبار وکړي. دوی همداراز ټینګار کوي چې سرغړونکي به سخت مجازات کړي.
د کندوز ولایت امنیه قومندان زیاتوي: « لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده، په ټول کندوز ولایت کې اندک نشه يي توکي کرل شوي او هغه چې کرل شوي وو، هغه هم له منځه وړل شوي. د اسلامي امارت مجاهدین په دې اړه ډېر قاطع دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې نشه يي توکي وکري، قاچاق یې کړي او یا یې کاروبار وکړي. سرغړوونکي به نیول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي.»
امنیه قومنداني دغه راز وايې، د یادو توکو په تور ۶ سوه تنه تر نیول کېدو وروسته، عدلي او قضايې ارګانونو ته سپارل شوي.
د کندوز امنیه قومندانۍ کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې مدیر سمونوال عبدالعزیز خیبر وايي: « موږ د دغو نشه يي توکو په تړاو شاوخوا شپږ سوه تنه نیولي، د دغو کسانو دوسیې بشپړې او عدلي قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.»
د کندوز امنیه قومندانۍ مسوولینو د معلوماتو له مخې، له ښار او ولسوالیو څخه یې په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۰۰ تنه پر نشه يي توکو روږدي کسان راټول کړي او درملنه یې شوې؛ همدارنګه پنځه سوه تنه نور تر درملنې لاندې دي.