Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: پاکستان هغه ژمنې ماتې کړې چې د کډوالو منلو په برخه کې یې کړې وې

پاکستان د افغان کډوالو د لسګونه کمپونو تړلو پرېکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/23

د پاکستان پوځي رژیم له خوا پر ملکیانو د بزدلانه بریدونو او د اسلامي امارت د ځواکونو د غبرګون په پایله کې، یاد هېواد کې د غیر قانوني کډوالو د نیولو لړۍ، په ځانګړې توګه په پنجاب، اسلام اباد او راولپنډۍ کې چټکه شوې ده.

پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال وایي، اسلام اباد له ۴۰ زیات هغه کمپونه تړلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسیون له خوا افغان کډوالو ته ځانګړي شوي وو او دې چارې هغوی له پراخو ستونزو او اندېښنو سره مخ کړي دي.

دوی په افغانستان کې د ژمي په رانږدې کېدو او د پاکستان پوځي رژیم د بې ‌ساري فشارونو په تړاو له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کوي چې پر پاکستان فشار راوړي، ترڅو یاد هېواد د کډوالو پر وړاندې خپل دریځ نرم کړي.

په پاکستان کې افغان کډوال ملک اول خان میاخیل وايي: « په پاکستان کې زموږ ۴۳ کمپونو ته د پاکستان د حکومت له خوا امر شوی چې وتړل شي. زموږ خلک ډېر پرېښانه دي، دا نن سبا چې کومې کډې افغانستان ته روانې دي، هغه کسان دي چې په پاکستان کې یې خپل کاروبار ټول کړی او کاتې یې ختمې شوې دي. خو هغه کسان چې میلیاردونه روپۍ یې له پاکستانیانو سره بندې دي یا دلته ټرانسپورټ او ځمکې لري، د هغوی کارونه بند دي. بله دا چې افغانستان کې ژمی را روان دی.»

په ورته مهال، د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون په راپور کې څرګنده شوې چې د روان کال د تلې(میزان) میاشتې په ۲۹ نېټه، له ۳۰۰۰ زیات افغان کډوال په زور له ایران او پاکستان څخه را ایستل شوي او هرات، نیمروز، کندهار، هلمند له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.

په دې راپور کې راغلي،ې د راستنېدونکو لپاره د هرکلي ترڅنګ دوی ته لنډمهاله او اوږدمهاله اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون ویلي: « د روان کال د تلې په ۲۹مه نېټه، ۱۱۷ افغان کډوالې کورنۍ د اسلام کلا له لارې، ۴۷ کورنۍ د نیمروز، ۴۱۹ کورنۍ د سپین بولدک او ۱۶ کورنۍ د هلمند له لارې هېواد ته را ستنې شوې دي. له دې جملې څخه ۵۹۹ کورنۍ ثبت شوي، ۶۰۵ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او ۵۳۷ کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې وېشل شوې دي.»

همهاله د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د راستنېدونکو لپاره د لنډمهاله او اوږدمهاله اسانتیاوو په اړه خبر ورکوي او له کوربه هېوادونو غواړي چې کډوالو ته وخت ورکړي، ترڅو په عزت سره خپل هېواد ته راستانه شي.

په  همدې حال کې، د کډوالو د حقوقو مدافعین په افغانستان کې د ژمي په  را رسېدو سره له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کوي چې په دې وخت کې نه یوازې پر پاکستان فشار زیات کړي، بلکې د کډوالو لپاره د بېړنیو او اوږدمهاله اسانتیاوو برابرولو ته هم جدي پاملرنه  وکړي.

د کډوالو د حقونو مدافع محمد خان طالبی محمدزی وايي: « نړیوال سازمانونه باید خپلو ټولنیزو مسوولیتونو ته متوجه شي، د پاکستان او ایران حکومتونه د کډوالو په اړه نړیوالو تعهداتو عملي کولو ته مجبور کړي. همدارنګه باید په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته د یوه رغنده مکانیزم په چوکاټ کې حل لارې ولټول شي.»           

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچونو له زیاتېدو او د ژمي په را رسېدو سره، د افغان کډوالو د جبري ایستنې پروسه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه چټکه شوې، خو تر اوسه د کډوالو په چارو کې نړیوالو سازمانونو د ستونزو د حل لپاره هېڅ ګام نه دی پورته کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist