د ننګرهار مرکزي زندان کې یو شمېر بندیانو ته د بند موده وبښل شوه او دغه راز ځینو هغو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی.
د ننګرهار مرکزي زندان مسوولین وايي، د سترې محکمې د حکم په اساس ۶۶۹ بندیانو له جملې ۲۱۹ تنو ته بښنه وشوه او له بنده خوشي شول او۴۵۰ تنو ته بیا د بند موده کمه شوه.
د مسوولینو په خبره، په خوشې شویو بندیانو کې ۱۳ ښځینه بندیانې هم شاملې دي.
د ننګرهار مرکزي زندان رییس سهیل سعید وايي: « د ننګرهار ولایت له مرکزي زندان څخه د سترې محکمې د د اووم متحدالمال پر بنسټ ۶۶۹ بندیانو تنه عفو او تخفیف ورکړل شوی چې له ډلې یې ۲۱۹ کسان عفو او خوشي شول او پاتې ۴۵۰ تنو ته د بند په موده کې کموالی راوستل شو.»
له بنده تازه خوشي شوي کسان سره له دې چې په تېرو جرمونو پښېمانه دي، ورته مهال له خلکو غواړي چې د جرمونو له ترسره کولو ځان وساتي.
له زندانه خوشي شوی نصرت الله وايي: « خوشاله یو چې موږ ته عفو وشوه. موږ کوښښ کوو راتلونکي کې له جرم څخه ځان وساتو. اوس په موږ کې ډېر اصلاحات راغلي. له باندې خلکو څخه مو هم هیله ده چې له داسې جرم څخه ځان وساتي چې محبس ته راشي او زجر وویني.»
له زندان خوشي شوي شېرالله وايي: « زه یې له نشه يي توکو سره ونیولم او شپږ میاشتې قید راباندې ولګېد. ما د خپل بند پنځه میاشتې تېرې کړې او د یوې میاشتې راته عفو وشوه. د نشه يي توکو ټولو پلورونکو ته زما پیغام دا دی چې ځوانان دې په نشه يي توکو نه اخته کوي.»
دغه بندیان داسې مهال له زندان څخه خوشي کېږي چې د همدې زندان د مسوولینو په خبره، له دوی سره اوس هم نږدې ۱۸ سوه بندیان د بند شپې او ورځې تېروي.