د ټرانسپورټ وزارت له یوه خصوصي شرکت سره په ګډه کندهار کې د ۵۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت د باروړونکو موټرو لپاره د معیاري ټرمینل جوړولو کارونه پيل شول.
مسوولین وايي، دا ټرمینل به په ۵۸۲ جریبه ځمکه کې جوړ شي چې له ۵۰۰۰ زیاتو بار وړونکو موټرو د ځای پر ځای کولو ظرفیت به لري او په راتلونکو درېیو کالو کې به يي کارونه بشپړ شي.
د کندهار ټرانسپورټ ریاست مرستیال عصمت الله عاصم وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هلو ځلو او وړاندیز په اساس دا ۵۸۲ جریبه ځمکه ټرانسپورټ وزارت ته انتقال شوه او پرمخ به یې باربري ټرمینل جوړېږي. په دې سره به د ښار ګڼه ګوڼه کمه او بار وړونکو موټرو ته به ښه معیاري تم ځای هم جوړ شي.»
د پروژې انجینر ذبیح الله رحیمي وايي: « په دې پروژه کې مسجد، اداري خونې، موټر شويي، ورکشاپ، دوکانونه، مستري خانې، اطفایه، د موټر چلوونکو لپاره شپه غالی، رسټورانټ او سړې خونې شامل دي.»
دا ټرمینل په دامان ولسوالۍ کې جوړېږي او د بار وړونکو موټرو چلوونکي یې د خپل کار په برخه کې مهم بولي.
د کندهار بار وړونکو موټرونو اتحادیې مسوولین وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د بار وړونکو موټرو تګ راتګ اسانه شي او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د کندهار بار وړونکو موټرواتحادیي مسوول نثار احمد فیضي وايي: « د دې ټرمینل په جوړېدو سره به باربري موټر د ښار له بیروبار څخه خلاص شي او دوی ته به هر ډول خدمات وړاندې کېږي. اوسنی ځای تنګ دی، خدمات نه لري او په ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخ وي.»
په ورته مهال، د کندهار ښار اوسېدونکي د ټرمینل جوړولو کار له پیل هرکلی کوي او د ښار د نظم راوستلو او د ټرافیکي ګڼه ګوڼې د کمولو لپاره د نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.
د کندهار اوسېدونکی محمد اسماعیل وايي: « دا ټرمینل به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، ځکه د اوسني کمیسیون ځای ډېر بیروبار دی او اکثریت وخت د بولدک سړک له همدې امله بند وي. په دې سره به د خلکو لپاره هم د کاروبار ځای جوړ شي.»
د کندهار اوسېدونکی زین الله وايي: « زموږ ډرېوران ډېر په تکلیف دي، په دې سره به دوی هم هوسا شي، د ښار ګڼه ګوڼه به کمه شي او ډېرو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.»
د کندهار د ټرانسپورټ ریاست د مسوولینو په وینا، دوی اوس مهال د کندهار ښار په ختیځ او لوېدیځ کې د کابل او هرات د مسافر وړونکو موټرونو د ټرمینلونو جوړولو ترڅنګ، په مختلفو سکټورونو کې ۱۴ نورې پروژې هم تر کار لاندې لري.