د خوست – غلام خان لاره چې له پښتونخوا سره پر فرضي کرښه د سوداګرۍ مهمه لار ده، د پاکستاني لوري له خوا له نږدې لسو ورځو راهیسې تړل شوې.
دا لاره وروسته له هغې د سوداګرۍ پرمخ وتړل شوه چې پر فرضي کرښه د افغان دفاعي ځواکونو او پاکستاني پوځي رژیم ترمنځ څو ورځې جګړه وشوه.
د لارې تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته د نورو توکو ترڅنګ، د تازه مېوو او سبزۍ سلګونه بار وړونکي موټر بند پاتې دي چې سوداګرو ته په ورځني ډول لسګونه میلیونه افغانۍ زیان اوړي.
د پښتونخوا یو تن سوداګر نیازمین وايي: « په دې ګاډو کې بار هرڅه خراب شوي او هره ورځ میلیونه تاوان اوړي. اوس خو اوربند وشو او باید لارې خلاصې شي.»
د افغانستان یوتن سوداګر هارون وايي: « پاکستان هرکال د سبزۍ په وخت کې لارې بندوي، هرځل یوه بهانه پیدا کړي او زموږ سبزي تباه کړي.»
د سوداګرو په خبره، پاکستاني لوري تل د خپلو سیاسي ستونزو پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري زیانمنه کړې.
دوی ټینګار کوي چې سوداګري باید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي بلکې دواړه خواوې دې هڅه وکړي چې د سیاسي اختلافونو پر مهال هم د سوداګرۍ لارې پرانیستې وساتي.
موټر چلوونکي بخت الله وايي: « که څوک جګړه کوي، نو پر کرښه یې دې نه کوي، دا لارې باید خلاصې وي. په دې سره به ډ ټرانسپورټ ستونزه هم نه وي او مالونه به هم په خپل وخت ورسېږي.»
موټر چلوونکی حاضر ګل وايي: « هرکله چې زموږ د مېوې فصل راشي، پاکستان لارې بندې کړي. له انګورو او رومیانو اوبه لاړې او ټول خراب شول.»
د میرانشاه اوسېدونکی سوداګر محمد قدیم وايي: « پیاز خراب شوي، مېڼې هم او دغه راز له نورو مېوو اوبه روانې دي. زموږ په وس کې څه نه شته، خو په حکومتونو غږ کوو چې لږترلږه په مېوو بار موټرو ته د تګ اجازه ورکړئ.»
بله خوا، د خوست ولایتي چارواکي وایي اسلامي امارت د فرضي کرښې په اوږدو کې د سوداګرۍ ټولو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او هېڅکله نه غواړي د سیاسي اختلافونو له امله د خلکو ژوند او سوداګري اغېزمنه شي.
دوی زیاتوي، غلام خان لاره د مقابل لوري له خوا د سیاسي ستونزو له امله تړل شوی، خو تمه ده چې د دواړو حکومتونو تر پرېکړې وروسته دا لار بېرته د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شي.
د خوست والي ویاند مستغفر ګربز وايي: « پر فرضي کرښه د وروستیو جګړو له امله د نورو ولایتونو ترڅنګ په خوست کې هم د غلام لاره تړل شوې او دواړو خواوو ته په توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي او له امله یې سوداګرو ته هره ورځ میلیونونه زیان رسېږي. دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ ده او هرکله چې دوی یوې هوکړې ته ورسېدل، د نورو لارو ترڅنګ به د غلام خان لارې په اړه هم پرېکړه کېږي.»
پر غلام خان لارې سربېره د پکتیا خرلاڅي او پکتیکا انګور اډه هغه لارې دي چې له پښتونخوا او پاکستان سره د سوداګرۍ په موخه ترې ګټه اخیستل کیږي، خو له تېرو نږدې لسو ورځو راهیسې دا لارې هم د هر راز تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ تړلې دي.