پاکستاني رسنیو د دې هېواد حکومتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د اسلام اباد یو لوړ پوړی پلاوی به د سې شنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.
په راپورونو کې د دې سفر موخه د ډيورنډ فرضي کرښې پر ګډ مدیریت او اقتصادي همکاریو د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې اترې يادې شوې دي.
راپورونو کې د سرچینو په حواله ويل شوي، په دې سفر کې به له اسلامي امارت سره د تورخم لارې بندښت او وروستیو امنیتي ترینګلتیاوو په اړه خبرې ونه شي.
د پاکستان دنیا نیوز ورځپاڼې لیکلي: « په دې سفر کې به د پاکستان پلاوی له افغان چارواکو سره ګڼې کتنې ولري چې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتيا او باور جوړولو به متمرکزې وي.»
په افغانستان کې حکومتي سرچینو شمشاد ته د کوم پاکستاني پلاوي راتګ نه دی تایید کړی، خو له دې وړاندې حکومت ويلي وو چې د پاکستان يوه پلاوي ته يې کابل ته د سفر لپاره ويزې نه دي ورکړې.
شنونکي بيا تېر ته په کتو پاکستان د باور وړ نه بولي او ټينګار کوي چې حکومت دې ورسره د اړيکو په تعقيب کې ډېر دقت وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « هغه هېواد چې بنسټ یې د انګرېزانو او امریکایانو له خوا زموږ د بربادۍ لپاره اېښودل شوی، که میلیون ځله یې هم استازي راشي، د افغانستان او افغانانو لپاره هېڅ ګټه نه لري.»
ځيني نور شنونکي بیا په دې باور دي چې پاکستان او افغانستان د ګاونډیتوب له امله باید مشترکې ګټې په پام کې وساتي او پر خپلو اړیکو کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ابوالحسن صالحي وايي: « پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي او اسلامي هېوادونه دي او هغه ستونزې باید د خبرو له لارې حل کړي چې ترمنځ یې شته دي. دواړه هېوادونه باید د ګاونډیتوب اصول رعایت کړي، د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، خپلې تجارتي، ټرانزیټي، فرهنګي او ټولنیزې اړیکې پراخې کړي، د تاوتریخوالي په ځای سولې او ثبات ته کار وکړي.»
ټاکل شوې په قطر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته راتلونکې شنبه د ترکیې په کوربه توب د یادې هوکړې د تطبيق پر مکانېزمونو خبرې وکړي.