شولې هغه کرنیز محصول دی چې وروستیو کې یې کرکیلې ته د اکثریت بلخي بزګرانو پام ور اوښتی.
دلته که څه هم د شولو کرلو ته لېوالتیا ډېره شوې، خو کروندګر د وریجو د پروسېس تخنیکي وسایلو پر نه شتوالي سربېره، د کرنیزو درملو کمښت ته اندیښمن دي.
بزګر عبدالباقي وايي: « که موږ ته ښه وسایل او ماشین آلات راکړل شي چې موږ دا شولې نیال کړو، همدارنګه د نینې کولو لپاره دېګونه او وسایل راکړي، دا به موږ ته سهولت شي او د محصول کچه به ورسره ډېره شي.»
بزګر قاسم خان وايي: « موږ د بریان کولو لپاره لویو دېګونو ته اړتیا لرو، خو دلته نه شته. همدارنګه د شولو نیال کولو او بېرته رېبلو لپاره هم ماشینري ته اړتیا لرو.»
بزګر سخي الرحمن وايي: « حکومت او موسسې باید له موږ سره د ماشین آلاتو مرسته وکړي.»
د دې کرنیز محصول راټولول، نینې یا ډاډه کول او پروسېس اسانه کار نه دی، خو په تڼاکو لاسونو يې د بل هېواد له مزودورۍ ښه بولي.
دلته یوشمېر بزګران بیا د وریجو بازار له کمرنګۍ شکایت کوي. د دوی په وینا، دا مهال په بازارونو کې یومن(په مزار کې څوارلس کیلو) وریجې په پنځه سوه افغانۍ پلوري.
بزګر خان محمد وايي: « د شوې زحمت زیات دی، خو بازار نه لري. اوس په بازار کې یو من وریجې ۴ تر ۵ سوه افغانۍ دي، خو زحمت ته په کتو هېڅ دي.»
بزګر غلام سخي وايي: « شولې خورا ډېر زحمت غواړي، خو د کال په پای کې چې وینو بیې یا څلور سوه وي یا پنځه سوه. دولت باید په دې اړه هم څه پاملرنه وکړي.»
په ورته مهال، سیمه ییز مسوولین مني چې دلته بزګران له یو شمېر ستونزو سره مخ دي، خو دوی بیا له خپل هر راز ملاتړ ډاډ ورکوي.
د شولګر ولسوالۍ د کرنې مدیر محمدالدین بلال وايي: « موږ بزګرانو ته ډاډ ورکوو چې موږ له موسسو او ریاست سره په اړیکه کې یو او هڅه کوو چې خپلو کروندګرو ته هر ډول وسایل او ماشینري په واک کې ورکړو. موږ تېر کال هم یو شمېر بزګرانو ته وسایل ووېشل او سږ کال هم په پلان کې لرو چې وسایل وېشل کېږي. همدارنګه د کیمیاوي سرې او کود مرسته مو کړې او د وس مطابق به نورې مرستې هم وکړو.»
کلدار، شورتېپه او شولګر د بلخ هغه ولسوالۍ دي چې هر کال په کې په پراخه کچه شولې کرل کېږي.