Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه کړې

پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/21

د اسلام اباد ځایي پولیس وایي، هلته یې ۱۷ تنه بې ‌اسنادو افغان کډوال نیولي او زندان ته یې لېږلي دي.

پاکستاني پولیسو ادعا کړې چې دغو افغان کډوالو د نیولو پرمهال مقاومت کاوه چې له کبله یې زندان ته ولېږل شول.

د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په لړ کې د کراچۍ پولیسو هم خبر ورکړی چې هلته یې نږدې ۱۲۰۰ هغه کورونه ویجاړ کړي چې افغان کډوال په کې مېشت وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور کې ویلي، د افغان کډوالو د نيولو  پر وړاندې د دې هېواد پولیسو جدي اقدامات پیل کړي دي.

د ډان ورځپاڼې په راپور کې راغلي: « له تېرو پنځو ورځو راهیسې په کراچۍ کې د افغان کډوالو څه باندې ۱۲سوه کورونه ویجاړ شوي او هڅه مو کړې چې په دې کورونو کې مېشت کډوال خپل هېواد ته ستانه کړو. د دې کورونو له ویجاړېدو سره څه باندې ۱۴زره افغان کډوالو اړ شوي چې پاکستان پرېږدي او خپل هېواد ته لاړ شي.»

له دې سره هم ‌مهاله، اسلامي امارت خبر ورکړی چې د یک شنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه تر۹۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته را ستنې شوې دي.

د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۹۴۲ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي چې له ډلې یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۶۹، د هرات د اسلام ‌کلا له لارې ۳۸، د سپين بولدک له لارې ۸۲۱ او د هلمند بهرامچې له لارې ۱۴ کورنۍ هېواد ته راغلې دي.

د چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان هېڅکله د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ نه ‌بدلوي او خپلو ناسمو سیاستونو ته ادامه ورکوي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان فکر کوي چې با ثباته افغانستان د دوی په تاوان دی. دوی غواړي افغانستان د خپلې سټراټیژيکې ژورتیا په توګه وساتي. ښه به دا وي چې ټول افغانان د پاکستان پر وړاندې د یوه ملي او سیاسي تعهد له مخې ودرېږي او اجازه ورنه کړي چې پاکستان زموږ سیاسي خپلواکي او حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.»

د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، پاکستان د خپلو سیاسي ګټو په تکل کې لا هڅه کوي چې د افغان کډوالو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « پاکستان تل د مهاجرو مسئله د افغانستان په مقابل کې د حربې په توګه کاروي. ایران هم همدا کار کوي مګر پاکستان په دې وروستیو کې له ډېر جبر څخه کار اخیستی او په کراچۍ کې یې د مهاجرو هغه کورونه نړولي چې دوی په خپلو پیسو اخیستي وو.»

د یادولو وړ ده چې تېره اوونۍ هم یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپل هېواد د چارواکو له خولې خبر ورکړی و چې د افغان کډوالو پر وړاندې یې د حکومت دریځ پخوانی دی او نه غواړي چې نور دلته افغان کډوال پاتې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist