د فراه انار درې ولسوالۍ کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د شپږو پراختیایي پروژو چارې د سوداګرو په مالي ملاتړ بشپړې او ګټه اخیستنې ته و سپارل شوې.
د مسوولینو په وینا، د یادو پروژو موخه د خلګو ژوند ښه کول او د یادې ولسوالۍ پراختیا ده چې په کې د جامع جومات، تفریحي پارک، ځوانانو لپاره د معیاري ورزشي لوبغالی جوړول او د سړکونو کانکرېټ اچول شامل دي او د دې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ ترې برخمنې شوې.
سوداګر محمد ابراهیم حبیب یار وايي: « له دې څخه هم د سترو خدمتونو هوډ لرو، په ځانګړې توګه د انار درې ولسوالۍ د خلکو لپاره. همدارنګه موږ غواړو هرات ښار کې هم د ۵ میلیون ډالرو په ارزښت لوی مسجد جوړ کړو. دغه راز په پلان کې لرو چې د کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان مسجد هم په عصري بڼه له سره جوړ کړو.»
د پروژو پلي کولو مسوول عبدالحق صدیقي وايي: « دغه ستر سپورټي لوبغالی چې تاسو په کې ولاړ یاست، همدارنګه یوه ورودي دروازه، مسجد او د سړکونو اسفالټ کول هغه پروژې وې چې نن موږ ګټه اخیستنې ته وسپارلې.»
د انار درې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دغو پروژو هرکلی کوي او وایي، د دې پروژو په عملي کېدو سره د خلکو ځینې ستونزې کمې شوې دي.
دوی له حکومته غواړي چې په لرې پرتو ولسوالیو کې د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د فراه انار درې ولسوالۍ اوسېدونکی عطاالله محبي وايي: « لکه څرنګه چې موږ تاسو نن په انار دره ولسوالۍ کې د ګڼو پروژو د پرانستنې کوربه یو، همداسې باید لاس په لاس کې ورکړو، ترڅو مو هېواد د آبادۍ په لوري لاړ شي.»
بله خوا، مسوولین ټینګار کوي چې د سوداګرو او خصوصي سکټور همکاري د هېواد د بیا رغونې په بهیر کې مهم رول لري او هڅه کوي چې په دې ولایت کې د سوداګر په ملاتړ نورو پروژو پلي کولو ته هم زمینه برابره کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین حیاتالله مهاجر فراهی وايي: « د افغانستان اسلامي امارت سوداګرو، پانګوالو او شتمنو کسانو ته اسانتیاوې برابروي او د دوی امنیت خوندي کوي، په دې سره سوداګر هم کولی شي د خیریه چارو په سرته رسولو او خلکو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې د خپل نظام او حکومت ترڅنګ ودرېږي. تاسو ولیدل چې نن د خلکو او سوداګرو په ملاتړ څو سترې پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.»
د فراه والي محمد حافظ مجاهد وايي: « موږ د فراه او هرات ولایت له سوداګرو سره نږدې لیدنه درلوده. دوی خلکو ته د سړکونو، مساجدو او نور ځایونو په جوړولو سره ارزښتناک خدمتونه وړاندې کوي. موږ په دې برخه کې د دوی همکار یو او ژمنه کوو چې هر څه مو په وس پوره وي، درېغ به یې نه کړو.»
د فراه اناردرې ولسوالي د فراه ښار شمال ته په ۷۵ کیلومترۍ کې پرته ده چې له پنځوس زرو څخه ډېر اوسېدونکي په کې ژوند کوي.