له هغه وروسته چې د کابل – اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ تر جګړې ورسېدې، د دې وضعیت د کنټرول لپاره قطر د اوربند د ټينګښت هلې ځلې پيل کړې. د اسلامي امارت او پاکستاني پلاوو ترمنځ له مذاکراتو وروسته، په دوحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اوربند هوکړه وشوه او دا هوکړه د ځینو هېوادونو له لوري له تاوده هرکلي سره مخ شوه.
د قطر بهرنیو چارو وزارت خپره کړې اعلامیه کې روښانه کړې چې کابل او اسلاماباد د سمدستي اوربند او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت په موخه د لازم مکانېزم پر جوړښت هوکړه کړې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: « دواړو خواوو موافقه وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به د تعقیبي ناستو لړۍ ترسره کړي، ترڅو د اوربند د دوام ډاډ ترلاسه او په ډاډمن او دایمي ډول عملي شي. دا ګام به د دواړو هېوادونو د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.»
همهاله، د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سمدستي اوربند هرکلی او ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې چین د نړیوالې ټولنې ترڅنګ چمتو دی چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره رغنده رول ولوبوي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوا جیاکون ویلي: « موږ له زړه هیله لرو چې دا دوه هېوادونه د خپلو اختلافونو د حل ته د خبرو او مشورو له لارې دوام ورکړي؛ ترڅو بشپړ او دایمي اوربند ته سره ورسېږي او ګډې هڅې وکړي چې په خپلو هېوادونو او سیمه کې په پراخه کچه سوله او ثبات وساتي. موږ له دوی په دې هڅو کې ملاتړ کوو.»
هاخوا، سعودي عربستان هم د کوربه هېوادونو د هڅو ملاتړ ترڅنګ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره کېږي، په کابل او اسلاماباد کې د امنیت او ثبات پر ټینګښت ټینګار کړی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: « د سعودي عربستان پاچاهۍ له ټولو سیمهییزو او نړیوالو هڅو چې د سولې او ثبات د هڅولو په موخه ترسره کېږي، ملاتړ اعلانوي او پر خپله دوامداره ژمنه ټینګار کوي چې د پاکستان او افغانستان د وروڼو ملتونو لپاره د امنیت تأمین وکړي، ترڅو ثبات او سوکالي راولي.»
په ورته مهال، ایران او ترکیې په جلا جلا اعلامیو کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند د ټینګښت هرکلی کړی او د قطر منځګړیتوب هڅې یې ستایلې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: « موږ د قطر له هڅو مننه کوو چې د دې مذاکراتو کوربه توب یې وکړ. ترکیه به د دواړو وروڼو هېوادونو او ټولې سیمې په کچه د سولې او دایمي ثبات لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.»
همدارنګه د ایران د سفارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: « د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي مدیر محمد رضا بهرامي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پر توافق غبرګون کې دغه اقدام ګټور، رغنده او د پام وړ وباله او په دې یې ټینګار وکړ چې اختلافات باید د خبرو اترو او سیاسي حل لارو له لارې هوار شي.»
د ځینو هېوادونو له لوري دغه اعلاميې په داسې حال کې خپرېږي چې د ملي دفاع وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د روان کال د تلې یا میزان په ۲۶مه نېټه د وروستۍ شخړې د حل او خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړ او له پاکستاني لوري سره یې د اوربند پر سر هوکړه وکړه.
بل پلو، په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویم پړاو مذاکرات به په ترکیه کې ترسره شي.