د بغلان دوشي ولسوالۍ کیلګي سیمې ته د ۲۰ کلیو واټه برېښنا رسونې پروژه پيل شوه چې ورسره به لسګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
ځایي مسوولین وایي، دا پروژه چې د بغلان برېښنا ریاست له بودیجې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې کېږي، په درېیو میاشتو کې به بشپړه شي.
د بغلان برېښنا رییس سردار ولي حمزه وايي: « دا پروژه د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت سره عملي کېږي او تقریبا ً ۱۳ سوه کورنیو ته به برېښنا ورسوي. د دې پروژې بودیجه د افغانستان برېښنا شرکت له خوا ورکول کېږي او په کې ۶ پایې د مختلفو ظرفیتونو لرونکي ټرانسفرمرونه هم ولګول شي.»
د برېښنا غځونې دغې پروژې بشپړېدو سره به ۱۳۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي چې د برېښنا نه لرلو له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي وايي، برېښنا مهمه ده او د ستونزو د حل برخه کې مرسته کوي.
د سیمې اوسېدونکی موسی وايي: « په لومړي ګام کې زموږ کورونه تیاره دي او بیا په اوس وخت کې ټکنالوژي ده، ټلویزیون، انټرنېټ، یخچال او هرڅه په برېښنا کېږي، له برېښنا پرته ژوند سخت دی.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی محمد اسماعیل وايي: « تاسو پوهېږئ ژمي کې سولر تختې کار نه کوي، نو خلک ډاډمنې برېښنا ته اړتیا لري. خلک د کاروبار لپاره هم برېښنا ته اړتیا لري.»
د بغلان ۱۵ ولسوالیو له ډلې یوازې د ۵ ولسوالیو اوسېدونکي برېښنا ته لاسرسی لري.
یو شمېر ځایي اوسېدونکي ټینګار کوي چې حکومت باید هلته له برېښنا محرومو نورو سیمو او ولسوالیو کې هم ورته پروژې پیل کړي.
د سیمې اوسېدونکی روح الله واعز وايي: « د بغلان د خلکو ځمکې د برېښنا په لویو ستنو کې تللې دي، له همدې ولایته کابل ته برېښنا رسېږي، خو خپله د بغلان خلک برېښنا نه لري. لومړیتوب باید د بغلان خلکو ته ورکړل شوی و.»
د سیمې اوسېدونکی داوود وايي: « په برېښنا سره ډېرې سونزې رفع کېږي، د اوبو رسولو، کور روښانه کولو او هر ډول آبادۍ لپاره برېښنا ته اړتیا ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د بغلان برېښنا ریاست مسوولین ډاډ ورکوي او وايي، هڅه کې دي چې په خپلو ټولو امکاناتو د بغلان هرې سیمې ته برېښنا ورسوي.