د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت چارواکو کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د شهيدانو وارثانو او معلولینو ته د روان کال درېیم پړاو میاشتني امتياز د ورکړې لړۍ پیل کړه.
دغو کسانو ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا هره میاشت په بېلابېلو کټه ګوریو کې میاشتني امتيازات ورکوي چې په هرو درېیو میاشتو کې د بانکې حسابونو له لارې اجراء کېږي.
د دې وزارت چارواکي وايي، سږ کال دوی ته په بوديجه کې د ۱۲ میليارده افغانيو تخصيص ورکړل شوی او تر دې دمه يې ۸ میليارده افغانۍ د شهيدانو وراثانو او معلولينو ته ورکړې دي.
د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري معین کلیمالله افغان وايي: « په تېرو څلور نیمو میاشتو کې ۸ میلیارده ۱۹۰ میلیونه او ۸۵۳ زره افغانۍ په بشپړ شفافیت سره د قانون او طرزالعمل له مخې په مرکز او ولایتونو کې د کونډو، یتیمانو او معلولینو بانکي حسابونو ته حواله شوې دي.»
چارواکي دغه راز زیاتوي، د شهيدانو وارثانو او معلولينو په توګه د ثبت شویو کسانو له ډلې ۱۲۲ زره هغه يې د مخکيني حکومت سرتېري او د دوی د کورنۍ غړي دي.
دوی زياتوي، تراوسه له ۶ لکه زيات د شهيدانو وارثان او معلولين ثبت شوي او د پاتې نورو هغو د ثبت لړۍ دوام لري او په کې د شفافیت په موخه يې ځانګړی برېښنايي سیسټم فعال کړی.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش وايي: « له شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره تر دې دمه د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۶۹۴ زره ۹۷۸ تنه کونډې، یتیمان او معلولیت لرونکي کسان ثبت او راجسټر شوي دي. په دغو شمېرو کې ۴۰۵ زره ۷۶۳ تنه یتیمان، ۱۰۰ زره ۷۹۹ تنې کونډې او ۱۸۸ زره ۴۱۶ تنه معلولیت لرونکي وګړي شامل دي.»
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولان وایي، وزارت په مرکز او ولایتونو کې ډېری په شرایطو برابر یتیمانو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده کړو زمینه هم برابره کړې او په دې برخه کې يې یادو کسانو ته د کار کولو بشپړ وسایل هم په واک کې ورکړي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش په دې اړه وايي: « په دې سیسټم کې تر اوسه ۵۲۹ زره ۷۴۶ تنو کونډو یتیمانو او معلولیت لرونکو کسانو اړوند معلومات په منظم ډول ثبت او راجسټر شوي او له دې لارې هغوی ته د هویت کارټونه ورکړل شوي او یو بشپړ ډیجيټل آرشیف جوړ شوی دی.»
د چارواکو په خبره، ۷۰ زره د شهيدانو وارثانو او معلولینو ته د خیریه بنسټونو او همکارو موسسو په همکارۍ هم شاوخوا ۱۰ میلیون ډالر په شفاف ډول وېشل شوي دي.