ننګرهار کې قومي مشرانو او ځوانانو د یوې ولسي غونډه په ترڅ کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر حریم تېری او پر افغان خاوره د یاد هېواد د هوايي یرغل پرغندلو سربېره، د ستونزو د حل لپاره د جګړې پر ځای د خبرو غوښتنه وکړه.
دوی د فرضي کرښې پورې غاړه له مېشتو قومونو هم وغوښتل چې له پاکستاني حکومت سره خبرې وکړي او د بیا ځل اقدام پر زیانونو يې پوه کړي.
قومي مشر الله محمد وايي: « موږ سره وروڼه یو او نه غواړو چې سیمه کې مو جګړې پيل شي، خو د پاکستان نظامیان د قومونو او قومي مشرانو هم نه مني او دلته تشدد جوړوي.»
د لعل پورې ولسوالۍ اوسېدونکی رومان مومند وايي: « دا جګړه د دواړو خواوو په ګټه نه ده. موږ د خیبرپښتونخوا پر مشرانو غږ کوو چې خپل حکومت قانع کړي چې پر افغانستان بریدونه او تېری د هېچا په خیر نه دي.»
قومي مشرانو دغه راز وویل، د خاورې دفاع لپاره له افغان ځواکونو سره تر څنګ ولاړ دي او دغه راز يې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د پاکستان له خوا د افغانستان خاورې او هوايي حریم د نقض په اړه دې له دې هېواد پوښتنه وکړي.
قومي مشر عباد مومند وايي: « زموږ دا غوښتنه ده چې افغانستان له ۴۰ کالو راهیسې په جګړو بوخت دي، د بل جنګ حوصله نه لري. نړۍ ته وایو چې راشي او د پاکستان لاس ورلنډ کړي.»
قومي مشر محمد نبي عظیمي وايي: « موږ له پاکستان غوښتنه لرو چې په افغانستان کې مداخله ونه کړي، جګړې جوړې نه کړي او تر اوسه چې څه شوي، د دې هم غندنه کوو. موږ له نړۍ هم غوښتنه کوو چې د پاکستان لاسونه له جګړې بند کړي او پر افغانستان یرغل یې وغندي.»
د ختیځ قومي مشرانو د یوه پریکړه لیک له مخې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې راتلونکي کې له ورته اقدام ډډه وکړي او په خبره يې، پر افغان خاوره د تېري تکرار به پاکستان ته بدې پایلې ولري.
قومي مشر فریدون مومند وايي: « موږ د لوی ننګرهار ولسونه او ټول افغانان د افغانستان د دفاع او ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یو. موږ د خپل سر په بیه پر افغانستان د هر تېري کوونکي مخ ته درېږو او د خپلې خاورې ساتنه کوو.»
د یادونې ده چې پر ننګرهار سربېره په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو په ملاتړ او د پاکستان له لوري د افغانستان پر هوايي حریم تېري غندلو په موخه، ولسي غونډې جوړې شوې.