د روسيې بهرنيو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان تر منځ د وضعیت له نسبي ثبات هرکلی کړی او له دواړو هېوادونو یې غوښتي، چې له زغم کار واخلي او د ډیپلوماټيکو لارو خپلې شخړې حل کړي.
د دې وزارت ویاندې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د پوښتنې په ځواب کې د افغانستان او پاکستان تر منځ رغنده خبرې په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د سيمهييزو امنيتي مسلو په برخه کې د بیا پیلولو غوښتنه کړې.
ورته مهال چين هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو نښتو په اړه هم اندېښنه ښودلې او له دواړو لوریو یې د ښه ګاونډېتوب او زغم غوښتنه کړې ده.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې دواړه لوري باید د خبرو اترو او مشورو له لارې د یو بل اندېښنو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.
جینلیان له دواړو لوریو غوښتنه کړې، چې په یادو هېوادونو کې د چینايي وګړو، پروژو او ادارو خوندېتوب ته پام وکړي.
شنونکي د مسکو او بېجېنګ غوښتنو او اندېښنو ته په اشارې د پاکستان موجوده پالیسي د سیمې ثبات ته خطر بولي. د دوی په خبره اسلام اباد د هغو تورونو پړه تل پر افغانستان اچوي چې بنسټونه یې د خپل حاکمیت لاندې تغذیه کېږي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: (( د سیاسي چارو شنونکی : پاکستان په هر ستیج کې دا خبره کړې، چې په افغانستان کې تروریستان دي او حال دا چې دا هر څه په پاکستان کې دي، په کراچۍ کې وروستۍ پېښې دا وښود چې داعش او نور ټول تروریستان په پاکستان کې دي، خو دغه هېواد خپلې پړې پر افغانستان وراچوي. ))
یو شمېر نور شنونکي بیا پر دې باور دي چې یو شمېر لویدیځ هېوادونه د پاکستان حکومت له لارې په سیمه کې خپل اهداف تعقیبوي.
دوی وايي په پاکستان کې د بهرنیو پالیسو تطبیق هغه ګوندونه تل بې واکه کړي او یا هم یې هم مشران زندانونو کې اچولي، چې د سیمهييز ثبات پلوي پاتې شوي.
د سیاسي چارو شونکی معین ګل څمکنی ورته خبره کوي، خو زیاتو: (( دا چې پاکستان هېواد په یوه ځانګړې جغرافیه کې پروت دی او دوی د افغانستان، ایران او هند په اړه بېلابېل دریځونه لري او د دوی تکیه پر دې ده، چې له غربیانو پروژې واخلي او په همدې هېوادونو کې یې وکاروي او دوی ته مالي ګټه رسیږي.))
د سیاسي چارو یو بل شنونکی توریالی ځاځی بیا وايي: (( د پاکستان مال د انګریزانو، امریکایانو او یهودیانو په لاس کې ده او څه جنایتونه ترسره کوي، د همدې هېوادونو پروژې پر مخ وړي. ))
نږدې درې ورځې وړاندې پاکستاني جیټ الوتکو په پلازمینې کابل او پکتیکا کې بریدونه وکړل، چې دې پاروونکي اقدام اسلامي امارت غچ اخیستونکې پرېکړه ته اړ کړ او ځواکونو یې د ډېورند فرضي کرښې په شپږو جهتونو کې پاکستاني ځواکونه تر اور لاندې ونيول.