د افغانستان پر خاوره د پاکستان له وروستي تېري او د هوايي حریم له نقضولو وروسته، پاکستان اوس له ورپاتې اوزارو په کارولو سره پر افغانستان د فشار راوړلو هڅه کوي.
د پاکستان دفاع وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ تازه شخړو او په اړیکو کې راغلي منفي ژور بدلون ته په اشارې، پر خپل حکومت د افغان کډوالو په بېړه او جبري ایستلو غږ کړی.
خواجه اصف چې له دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د احساساتي څرګندونو اوږده مخینه لري، هلته مېشت افغان کډوال یې د پاکستان پر اقتصاد بوج بللي چې په خبره یې له شاوخوا نیمې پېړۍ راهیسې یې کاري فرصتونه اشغال کړي. د ده په باور، اوس د دې وخت رارسېدلی چې خپل اقتصاد د دوی له ولکې ازاد کړي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف زیاته کړې: « له افغانستان سره په اړیکو کې د وروستیو بدلونو له امله پاکستان باید له۵۰ کلونو راهیسې دلته مېشت افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي. موږ باید خپل اقتصاد د دوی له ولکې ازاد کړو.»
د کره شمېرو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۳زېږدیز کال له سپټمبر راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په شدت پیل او عملي کړه او تر دې دمه یې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال له دې هېواد ایستلي او تمه کېږي چې تر ۵۰۰ زره زیات د روان ۲۰۲۵زېږدیز کال تر پایه وباسي.
له دې وړاندې د کډوالو په چارو کې یو شمېر فعالو ادارو په بار بار له پاکستان غوښتي چې د کډوالو په زور ایستلو لړۍ ودروي او کډوالو ته په خونديتوب او عزت سره د راستنېدو فرصت برابر کړي.
د کډوالو حقونو فعال ګلاخان بهادري وايي: « پاکستان باید د کډوالو د حقونو درناوی وکړي، هغوی ته لنډمهاله اسناد ورکړي او له نړیوالو بنسټونو سره همکاري زیاته کړي.»
د کډوالو د حقونو مدافعان د کډوالو له مسئلې د اقتصادي ګټو او سیاسي فشار په توګه کار اخیستل د کډوالو له حقونو سره په ښکاره ټکر او په دې برخه کې د شته کنواسیونونو خلاف کړنه ګڼي.
د دوی په باور، پاکستان له دې کار سره نه یوازې دا چې نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي بلکې ورسره په نړیوال کچه خپل اعتبار ته هم زیان اړوي.
د کډوالو د حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « که څه هم د غیر قانوني کډوالو شړل د ملي حاکمیت په چوکاټ کې د تعریف وړ دی، مګر کله چې په ډله ییزه، جبري او بېړنۍ توګه هغه هم له یوې سرحدي نښتې وروسته د ښکاره اقتصادي او سیاسي انګیزې له مخې ترسره کېږي، په شدت له نړیوالو اصولو او اخلاقي ارزښتونو سره ټکر پیدا کوي. له کډوالو څخه ابزاري ګټه اخیستنه هغه نامشروع اقدام دی چې انساني کرامت تر پښو لاندې کوي او نه یوازې د کوربه هېواد نړیوال اعتبار ته زیان رسوي بلکې د سیمه ییز ګواښ پوټنشیل هم لري.»
دا داسې مهال ده چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستان ځواکونو ترمنځ له خونړیو نښتو وروسته، پاکستان سملاسي تېره ورځ د تورخم په ګډون یو شمېر لارې د هر ډول تګ راتګ او سوداګریزې راکړه ورکړې پر مخ وتړلې.