د افغانستان پرهوايي حریم د پاکستان له تېري وروسته د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د ورته غبرګون په تړاو، کورني او نړیوال توند غبرګونونه را پارولې دي. دا ځل ګڼ شمېر هېوادوالو د پراخو لاریونونو له لارې خپل اعتراض څرګند کړی.
د پکتیا ولایت اوسېدونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل او ټینګار یې وکړ چې اسلاماباد هېڅکله هم نه غواړي په افغانستان کې یو متحد او ځواکمن نظام جوړ شي. د دوی په خبره، له همدې امله باید د افغانستان خلک د خپل هېواد د خاورې او ملي حاکمیت د دفاع لپاره سره یو شي.
دوی زیاتوي، د افغانستان حکومت او ولس هېڅکله هم له ګاونډیو هېوادونو سره د جګړې یا ناسم چلن پلویان نه دي، خو ټینګار کوي چې د هېواد پر وړاندې د هر ډول تېري پر وړاندې سر قرباني کولو ته چمتو دي.
د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکی وايي: « پاکستان هر کله دا غواړي چې افغانستان وران او ویجاړ وي، افغانستان نېستمن وي او له دربدرۍ سره مخ وي.»
په همدې مهال، د کونړ ولایت یوشمېر اوسېدونکو هم په یوه غونډه کې په کنایي ډول د هغو زبرځواکو هېوادونو یادونه وکړه چې غوښتل یې افغانستان اشغال کړي، خو شرموونکې ماتې یې وخوړلې. دوی زیاتوي، پاکستان باید د بریټانیا، روسیې او امریکا له ماتو عبرت واخلي او له افغانانو سره د جنګېدو فکر له ذهنه وباسي.
هغوی دا ډاډ ورکړ چې د هېواد د حریم د دفاع په برخه کې به د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.
د کونړ ولایت یو تن اوسېدونکی وايي: « زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا مداخله کوونکي ګاونډیان دلته پله اېښودلی نه شي، دوی یوازې زموږ لپاره سردرد جوړوي.»
د کونړ یو بل اوسېدونکی وايي: « موږ د پاکستان په مقابل کې له اسلامي امارت ملاتړ کوو، موږ به لوی او کوچني ستاسو تر شا ولاړ یو.»
په ورته مهال، د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي له اسلام اباده غواړي چې له کابل سره خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.
هغوی ټینګار کوي چې افغانان هېڅکله هم د ګاونډیو هېوادونو سره د خرابو اړیکو غوښتونکي نه دي، خو دا هم زیاتوي چې افغان ولس به د هر ډول تېري پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: « له پاکستان غوښتنه کوم چې د افغانستان شا پرېږدي. زه خبرداری ورکوم چې که زموږ حکومت له ولس ملاتړ وغواړي، د پاکستان ته به خیر نه وي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: « که پاکستان پر افغانستان یرغل وکړ، موږ له خپله سره ورته تېر یو او د خپل هېواد دفاع ته به درېږو.»
د یادولو وړ ده چې د پاکستان د بریدونو او د افغان ځواکونو د غچ اخیستونکو حملو په تړاو، په یو شمېر ولایتونو لکه کونړ، خوست، پکتیا، لغمان، بدخشان او لوګر کې بېلابېلې ولسي غونډې او د اسلامي امارت د ځواکونو د ستاینې په تړاو لاریونونه ترسره شول.