اسلامي امارت په یو بېساري ګام کې له پاکستان وغوښتل چې د داعش خراسان څانګې لوړپوړي او مهم مشران ور وسپاري او یا دې يې له خپلې خاورې وباسي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، په پاکستان کې داعش خراسان څانګه مرکزونه لري او ټول مهم مشران یې هلته مېشت او پټ دي.
مجاهد په کابل کې له پاکستانه د غچ اخیستنې عملياتو په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې وویل، کره اطلاعات لري چې د داعش خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د هغه نږدې ملګري او همکاران په پاکستان کې دننه مېشت دي.
هغه په دې اړه وايي:« زموږ د اطلاعاتو له مخې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سطان عزیز الزام او د داعش له مرکزي څانګې سره تنظېمونکی او په اصطلاح مکتب صدیق مسوول صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود او پټ دي؛ د افغانستان اسلامي امارت په جدي توګه غوښتنه کوي چې یاد اشخاص یا اسلامي امارت ته وسپارل شي او یا دې پاکستان حکومت له خپلې خاورې اخراج کړي.»
مجاهد همدارنګه داعش ډله د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو ته ګواښ بولي او زياتوي چې د استخباراتي مالوماتو له مخې، دې ډلې په افغانستان سربېره په ايران او روسيه کې هم خونړي بریدونه له پاکستانه پلان کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي:« موږ ته د کره ثبتونو رسېدو او استخباراتي اطلاعاتو له مخې په تهران کې د سردار سلیماني پر تلین ترسره شوی برید، په مسکو کې ترسره شوی برید له همدې مراکزو پلان، تنظیم او ترسره شول چې هغه هېوادونه هم پر دې موضوع اګاه دي.»
نوموړی وایي، له داعش د افغانستان له تصفيې وروسته پاکستان دې ډلې ته په پښتونخوا او بلوچستان کې نوي مرکزونه جوړ ورکړل او په خبره یې، دغو مرکزونو ته د روزنې لپاره نوي کسان د کراچۍ او اسلام اباد له هوایي ډګرونو راوستل شول.
مجاهد همدارنګه وویل، اوس مهال ګڼ شمېر اروپایي وګړي هم له داعش خراسان څانګې سره یو ځای شوي او په بلوچستان کې روزنه ورکول کېږي.
هغه په دې اړه وايي:« خاص اطلاعات د دې ښودنه کوي چې فتنه ګره ډله بیا په همدې مراکزو کې د تنظیمېدو په حال کې ده او په پلان کې لري چې هم په خارج او هم په افغانستان کې بریدونه ترسره کړي او دا ځل کېدای شي په خارج کې په بریدونو کې د تاجیکستاني اتباعو پر ځای د نورو هېوادونو له اتباعو کار واخلي ځکه تاجیکستاني اتباع په دې مسایلو کې تر ډېره افشا شوي دي.»
دا لومړی ځل دی چې اسلامي امارت له پاکستانه د داعش خراسان څانګې د مشرانو ور سپارلو غوښتنه کوي.
د نړیوالو چارو څارونکي وايي، پاکستان ښايي له دې امله د کابل دغه غوښتنه ونه مني، چې د نړيوالو پام ور وانهوړي.
د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« دا به پاکستان په ټوله نړۍ کې د داعش له حامیانو حامي او د داعش د ملاتړ په توګه وپېژني، زه فکر کوم دا یوه غیر واقعي مطالبه ده بهتره ده چې واقعي مطالبې مطرح شي څو اوسنۍ شخړه په یو ترتیب سره فیصله شي.»
د اسلامي امارت ویاند همدارنګه له پاکستاني لوري یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، ګنې سختې منفي پایلې به ورته ولري، خو داسې ښکاري چې پاکستان د خپل پخواني عادت لهمخې لا خپلو کړنو ته ادامه ورکړې.