د مسکو فارمټ غونډې ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور په اړه ګډ نظر درلود او وایي، هېڅ لوری په دې هېواد کې بهرني ځواکونه نه مني.
د دې فارمټ د ۷مې غونډې په ګډه اعلاميه کې ویل شوي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکو حضور د سیمې امنیت او سیاسي ثبات ته زیان رسوي او برعکس يې د یوه خپلواک او سوله ییز افغانستان ټینګ ملاتړ اعلان کړ.
د مسکو فارمټ غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي: « موږ ټولو ته په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې هېڅ ډول پوځي حضور د منلو نه دی او دا د ټولې سیمې د سیاسي او امنیتي ثبات لپاره په زیان بولو. د مسکو فارمټ غونډې ګډونوال د یوه خپلواک، یو موټي او سوله ییز افغانستان ملاتړ کوي.»
همدارنګه په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه په دوه اړخیزه او څو اړخیزه کچه پياوړې شي او سيمې ته د خطر پېښېدو د مخنيوي لپاره په ياده برخه کې د افغانستان پر ملاتړ ټينګار شوی.
دوی له هغو هېوادونو چې د دوی په خبره د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دي، غوښتنه کړې چې د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې خپلې ژمنې عملي کړي.
د ګډې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: « ګډونوال له هغو هېوادونو چې د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي مسوول بلل کېږي، غواړي چې د دې هېواد د اقتصادي بیا رغونې او راتلونکي پرمختګ په اړه خپلې ژمنې په صادقانه ډول عملي کړي.»
د چارو څارونکي بیا وایي، ټول سیمه ییز او ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو یو ډول اندېښنه لري او اوس د مسکو فارمټ غونډې له لارې هڅه کوي چې هغوی او د سیمې هېوادونو ته پیغام ورکړي چې نور دوی څوک نه غواړي.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « دوی غواړي دا مسئله غټه کړي، د امریکا په ضد یې وکاروي او یو ډول یې متجاوزه قوه اعلان کړي او ووايي چې امریکا هرځای ځي د خلکو پر ملکونو تجاوز کوي او نیسي یې، خو موږ د دوی په وړاندې ولاړ یو. دا هم منطقې ته ډاډ ورکول دي او هم امریکا متجاوزه معرفي کول دي.»
د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، د سیمې هېوادونه هڅه کوي افغانستان په سیاسي او اقتصادي چارو کې خپلواک او ناپیلی پاتې شي. د دوی په خبره، که سیمې ته بهرني ځواکونه راځي، نو دا د سیمه ییزو هېوادونو لپاره پر یوه خطر بدلېدای شي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د امریکا په څېر هېواد چې افغانستان ته په پوځي لحاظ را نږدې کېږي او یا غواړي دلته پوځي اډه جوړه کړي، لکه څرنګه چې په بېلابېلو رسنیو کې دا مسئله ښکاره شوې، نو طبعا ً دا د سیمې هېوادونو ته ګواښ دی، هم په پوځي لحاظ او هم په اقتصادي لحاظ.»
د مسکو فارمټ غونډه کې له افغانانو سره د مرستو د سیاسي کېدو مخالفت هم شوی او افغانانو ته د بشري مرستو پر رسولو ټینګار شوی.
د مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د سیمه ییزې غونډې بڼه ده چې شپږمه ناسته یې تېر کال په همدې ورځو شپو کې شوې وه.
دغه فارمټ د ۲۰۱۶ زېږدیز کال په ډسمبر کې رامنځته شو چې په دې وروستیو کې یې د غړو هېوادونو شمېر په تدریجي ډول ۱۱ ته لوړ شوی.
دا د ځینو په باور په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په برخه کې د سیمې هېوادونو د زیاتېدونکې اجماع ښکارندویي کوي.